د بحرین جمعیت اسلامي الوفاق:
له صهیونیسټ دښمن سره موافقه له اسلام سره خیانت دی
Sep 12, 2020 08:03 Asia/Kabul
د بحرین جمعیت اسلامي الوفاق بیګا په یوه خبرپاڼه کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د آل خلیفه رژیم اقدام له اسلام سره خیانت وباه.
د بحرین جمعیت اسلامي الوفاق بیګا په یوه خبرپاڼه کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د آل خلیفه رژیم اقدام له اسلام سره خیانت وباه.
د ایران خبري آژانس په لیکنه د بحرین جمعیت اسلامي الوفاق د آل خلیفه رژیم د دغه کار په غندلو سره څرګنده کړه: د بحرین خلک به د فلسطین ارمان هیر نه کړي.
د دغه جمعیت په بیانیه کښې ټینګار شوی چې د بحرین د رژیم او صهیونیسټي دښمن ترمینځ شوې موافقه د بحرین د خلکو دریځ نه دی.
ټیګونه