د فلسطین مبارزان به قدس ازاد کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92874-د_فلسطین_مبارزان_به_قدس_ازاد_کړي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي سیکریټریټ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادي کولو کښې د بحرین د اقدام په غندلو سره وویل نیواکي ټاټوبي او قدس به د فلسطین د جنګیالیو په لاس ازاد شي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2020 07:40 Asia/Kabul
  • د فلسطین مبارزان به قدس ازاد کړي

زمونږ خبریال وايي د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي سیکریټریټ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادي کولو کښې د بحرین د اقدام په غندلو سره وویل نیواکي ټاټوبي او قدس به د فلسطین د جنګیالیو په لاس ازاد شي .

دغه سیکریټریټ نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل صهیونیسټ رژیم او نړیوال استکبار ته د بحرین د ګوډاګي رژیم تسلیمیدل او د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو سره سازباز ته غاړه کیښودل چې د فلسطین د سرلوړي او د مبارز ملت له حقوقو او د اسلام له تعلیماتو سره توپیر لري په ماتي محکوم دي .

د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي سیکریټریټ بیانیه زیاتوي د متحده عربي اماراتو او د بحرین د حکومتونو لخوا د سازباز د موافقې منل به هیڅکله د اسلامي  نړۍ د ملتونو مقاومت او اراده کمه نکړي .

دغه بیانې وویل بې شکه د بحرین مبارز او د فلسطین ملاتړی ملت به د خپلو مبارزو په دوام کښې د خپلو لاسپوڅو واکمنانو دغه خیانت ته غبرګون وښيي .