د فلسطین مبارزان به قدس ازاد کړي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي سیکریټریټ له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو په عادي کولو کښې د بحرین د اقدام په غندلو سره وویل نیواکي ټاټوبي او قدس به د فلسطین د جنګیالیو په لاس ازاد شي .
دغه سیکریټریټ نن په یوې (۱) خبر پاڼه کښې وویل صهیونیسټ رژیم او نړیوال استکبار ته د بحرین د ګوډاګي رژیم تسلیمیدل او د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو سره سازباز ته غاړه کیښودل چې د فلسطین د سرلوړي او د مبارز ملت له حقوقو او د اسلام له تعلیماتو سره توپیر لري په ماتي محکوم دي .
د فلسطین له انتفاضې د ملاتړ د نړیوال کانفرنس دائمي سیکریټریټ بیانیه زیاتوي د متحده عربي اماراتو او د بحرین د حکومتونو لخوا د سازباز د موافقې منل به هیڅکله د اسلامي نړۍ د ملتونو مقاومت او اراده کمه نکړي .
دغه بیانې وویل بې شکه د بحرین مبارز او د فلسطین ملاتړی ملت به د خپلو مبارزو په دوام کښې د خپلو لاسپوڅو واکمنانو دغه خیانت ته غبرګون وښيي .