بغداد کښې د امريکې په فوځي اډې بيا حمله اوشوه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i92986-بغداد_کښې_د_امريکې_په_فوځي_اډې_بيا_حمله_اوشوه
ځينو عراقي رسنيو په بغداد کښې د امريکې د سفارت په فوځي برخې د راکټي حملې خبر ورکړ.
(last modified 2026-02-21T08:28:14+00:00 )
Sep 17, 2020 06:19 Asia/Kabul
  • بغداد کښې د امريکې په فوځي اډې بيا حمله اوشوه

ځينو عراقي رسنيو په بغداد کښې د امريکې د سفارت په فوځي برخې د راکټي حملې خبر ورکړ.

د عراق د مقاومت له ځواکونو سره وابسته صابرين نيوز وويل، به عراق کښې د امريکې د سفارت په فوځي اډې باندې په پرمختللي راکټ سره حمله شوېده او امريکائي ټوپکمارو د هېبتناکې چاودنې د غږ له اورېدو وروسته د سفارت ورونه وتړل.

د عراق سومريه نيوز هم د بغداد په شنه سيمه کښې د يو توغندي د لګېدو خبر ورکړ.

په دې اړه يو خپره شوې ويډيو ښودنه کوي چې د امريکې په سفارت کښې د ځاے پرځاے توغندي د ويشتو خبردارے ورکونکے سائرن فعال شوےدے.

د عراق سرکاري سرچينو تر اوسه د دغې حملې او د هغې د احتمالي سر او مال تاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور کړے.

وړمه ورځه هم په بغداد کښې د امريکې د سفارت په لوري دوه کاټيوشا راکټونه ويشتل شوي وو.