د اسرائیلو پلان به له سختې ماتي سره مخ شي
زمونږ خبریال وايي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل په عربو هیوادونو باندې د اردن سین د لویدیځې غاړي د یوځاې کولو د پلان د ورتپلو لپاره به د صهیونیسټ رژيم او د امریکا هڅه له ماتي سره مخ شي .
هغه نن وویل د اردن سین د لویدیځې غاړې د یوځاې کولو په هکله په اسرائیلو کښې د امریکا د سفیر څرګندونې د هغو غلطو اطلاعاتو د اندازې ښودنه کوي چې په واشنګټن کښې د متحده عربي اماراتو او د بحرین د سازباز د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته ترسره شوي دي .
ټاکل شوي وه چې صهیونیسټ رژیم د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې له لومړۍ(۱) نیټې څخه له نیواکي ټاټوبو سره د اردن سین د لویدیځې غاړې د دیرش (۳۰) فیصده خاورې د یوځاې کولو پلان اجرايي کړي خو د فلسطین د خلکو او د بیلابیلو هیوادونو د دباو په زیاتیدا سره دغه رژيم مجبوره شو دغه پلان بل وخت ته وځنډوي .