متحده عربي امارات د اسرائیلو له شرکتونو سره تجارت پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93154-متحده_عربي_امارات_د_اسرائیلو_له_شرکتونو_سره_تجارت_پیل_کړی
فارس خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو یوشمیر شرکتونو د صهیونیسټ رژيم له ځینو شرکتونو سره چې د ښارګیو د جوړولو د ملاتړو شرکتونو په توګه د ملګروملتونو په تور فهرست کښې دي د ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2020 03:55 Asia/Kabul
  • متحده عربي امارات د اسرائیلو له شرکتونو سره تجارت پیل کړی

فارس خبري اژانس وايي د متحده عربي اماراتو یوشمیر شرکتونو د صهیونیسټ رژيم له ځینو شرکتونو سره چې د ښارګیو د جوړولو د ملاتړو شرکتونو په توګه د ملګروملتونو په تور فهرست کښې دي د ملګرتیا تړونونه لاسلیک کړل .

د متحده عربي اماراتو رسنیو پرون د اسرائیلو او د خپل هیواد د شرکتونو د ملګرتیا په هکله وویل د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کښې د ښارګیو د جوړولو ملاتړي بانک« لئومي» چې د ملګروملتونو په تور فهرست کښې شامل دی د متحده عربي اماراتو له دریو (۳) بانکونو سره د ملګرتیا درې (۳) تړونونه لاسلیک کړي دي .

د متحده عربي اماراتو شرکتونو دغه راز د صهیونیسټ رژيم له« هبوعلیم» بانک سره هم چې د ملګروملتونو په تور فهرست کښې شامل دی یوشمیر موافقې لاسلیک کړي دي .

متحده عربي امارات او صهیونیسټ رژیم په سوریې ، عراق ، یمن او نورو ډیرو هیوادونو کښې د ترهګرو ډلو اصلي ملاتړي دي .