قطر د عرب اتحادیې د مشرۍ له منلو انکار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93163-قطر_د_عرب_اتحادیې_د_مشرۍ_له_منلو_انکار_وکړ
د قطر حکومت د فلسطین پرځاې د عرب اتحادیې د اوسني پړاؤ د مشرۍ له قبلولو ډډه کړې ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Sep 25, 2020 12:56 Asia/Kabul
  • قطر د عرب اتحادیې د مشرۍ له منلو انکار وکړ

د قطر حکومت د فلسطین پرځاې د عرب اتحادیې د اوسني پړاؤ د مشرۍ له قبلولو ډډه کړې ده.

د قطر حکومت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه هیواد نه شي کولې د فلسطین پر ځاې د عرب اتحادیې د روان پړاؤ مشري قبوله کړي کومه چې فلسطین، له صهیونیسټي رژیم سره د ځینو عرب هیوادونو د اړیکو د عادي کولو په غبرګون کښې پریښې ده.

د ویلو ده چې د فلسطین حکومت تیره سه شنبه له صهیونیسټي رژیم سره د اماراتو او بحرین د اړیکو د ښه کولو د موافقې د لاسلیکیدو او له دغه اقدامه د عرب اتحادیې د ملاتړ په غبرګون کښې د یادې اتحاديې د شورا د روان پړاؤ د مشرتابه په هکله له خپل حقه تیر شو.

له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو په لړ کښې د متحده عرب اماراتو او بحیرن اقدام د اسلامي نړۍ له پراخو نیوکو سره مخامخ شوی دی.