د فلسطین خلک خپل مقاومت ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93169-د_فلسطین_خلک_خپل_مقاومت_ته_دوام_ورکوي
ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د کورواکه تشکیلات مشر محمود عباس د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو لپاره د دښمانانو دسیسو ته په اشارې سره وویل د فلسطین خلک به هماغه راز خپل مقاومت او پایدارۍ ته دوام ورکړي او په نهایت کښې به بریالیتوب ته ورسیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 00:49 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلک خپل مقاومت ته دوام ورکوي

ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی د فلسطین د کورواکه تشکیلات مشر محمود عباس د فلسطین د مسلې د له مینځه وړلو لپاره د دښمانانو دسیسو ته په اشارې سره وویل د فلسطین خلک به هماغه راز خپل مقاومت او پایدارۍ ته دوام ورکړي او په نهایت کښې به بریالیتوب ته ورسیږي .

هغه پرون د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې په پلان او د اسرائیلو لخوا د  اردن سیند د لویدیځې غاړې د ځینو سیمو په یوځاې کولو سره  د فلسطین درې دیرش (۳۳) فیصده خاوره مصادره کیږي وویل امریکا او صهیونیسټ رژیم د پیړۍ معامله د نړیوالو قوانینو ځای ناستي کړي ده .

د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس په دې خبرې سره چې تر کوم وخت پورې باید د  فلسطین د ملت ارمان او ایډیل له عادلانه حل لارې پرته پاتې وي د ملګروملتونو په سرمنشي او نړیوالو څلور ګوڼه لورو غږ وکړ چې د نړیوال کانفرنس د ترسره کولو لپاره اقدام وکړي او د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کښې د دغه کانفرنس د ترسره کیدا زمینه برابره کړي .

هغه له صهیونیسټ رژیم سره د متحده عربي اماراتو او د بحرین د اړیکو په ټینګولو نیوکې سره وویل د فلسطین ازادي غواړی تنظیم هیڅ چا ته اجازه نه ده ورکړي چې د فلسطین د خلکو پرځاې خبرې وکړي .