د امریکې لاسوهنه د یمنیانو د وژلې لامل ګرځي
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي امریکا او لویدیځ په یمن کښې د وژلو او ورانیو اصلي لامل وبلل.
د یمن د عالي سیاسي شورا غړي امریکا او لویدیځ په یمن کښې د وژلو او ورانیو اصلي لامل وبلل.
محمد علي الحوثي پرون په یولړ څرګندونو کښې وویل: په یمن باندې په تیري کښې د امریکې، عربستان، انګلستان، اماراتو او د هغوي د انډیوالو هیوادونو لاسوهنه د یمن د خلکو د وژلې او د هیواد د ویجاړیو عامله ده.
الحوثي زیاته کړه: ملګري ملتونه د تیري ګرو هیوادونو د رضایت د ترلاسه کولو په موخه هغه ټول وړاندیزونه چې دغه هیوادونه یې ورته کوي، مني یې، په داسې حال کښې چې هیڅ هغه وړاندیز چې په صنعا کښې د ملي ژغورنې د حکومت له خوا ورته کیږي، نه مني.
هغه د مأرب د قبایلو په ملګرتیا سره د دغه ولایت د آزادولو لپاره د پوځ او ولسي مبارزانو په هوډ باندې په ټینګار سره وویل: مأرب قبایل شریف خلک دي او پوهيږي چې طبیعي موقعیت یې د یمن دفاع ده.