الحشد الشعبی مبارز ځواک دعراق د ټاټوبي ساتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93397-الحشد_الشعبی_مبارز_ځواک_دعراق_د_ټاټوبي_ساتونکی_دی
د الحشد الشعبي ځواک دیرش زره پرسنل د کربلا د پلي لاریون په درستې لارې کې د حسینی اربّعین دعراقي زیارتوالو امنیت تامین کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 07, 2020 09:11 Asia/Kabul
  • الحشد الشعبی مبارز ځواک دعراق د ټاټوبي ساتونکی دی

د الحشد الشعبي ځواک دیرش زره پرسنل د کربلا د پلي لاریون په درستې لارې کې د حسینی اربّعین دعراقي زیارتوالو امنیت تامین کړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ د عراق د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک  مشر فالح الفیاض بیګا په کربلا کې په خبري کنفرانس کې  وئیلی دي،د حسینی اربعین زیارت  د عراق د ولس او د  الحشد الشعبی مبارز ځواک دپیوستون  لامل شوی او ولسی مبارز او رضاکارځواک به په درستو مشکلاتو او ترینګلتیاؤ کې  د خپل ولس ملاتړی او پشتیبان وي .

 هغه روښانه کړې ده،الحشد الشعبی ځواک د عراق د ملت خادم او د خپل ټاټوبي  ساتونکی  دی او هیڅکله به  هم په دغې خاورې کې چا ته د  اړۍ ګړۍ  اجازت ورنکړي .

  فالح الفیاض ټينګار کړی دی دغه  مبارز ولسی ځواک  د کرونائي بحران له امله  له زیاتو مشکلاتو او چیلنجونو سره سره،د حسینی اربعین  د دستورو هراړخیزو ټينګ کړی دی .

 له دې مخکې د عراق د العباس مبارز  لښکر  قوماندان  هم وئيلي وو ، د الحشد الشعبي ځواک دیرش  زره پرسنل  د کربلا  د پلي لاریون په درستې لارې کې  د حسینی اربّعین  دعراقي زیارتوالو  امنیت تامین کړی دی .

د کرونا ویروس د خوریدا  او په دې اړه  دعراقی چارواکو  د اندیښنو له امله  سږکال  د حسینی اربعین پلی لاریون ،یوازې دعراقي زیارتوالو  په شتون او  له بهرنیو زیارتوالو  پرته ترسره کیږي  او له بل پرون پیل شوی او د اربعیّن تر ورځې پورې  به دوام ولري  .

Image Caption