امریکاد ترهه ګرۍ په پلمه عام خلک په شیشت کې راولي
سعودي عربستان او امریکا د یمن په ضد په جنګ کې درستې سرې کرښې تر پښو لاندې کړي دي او دوي په ممنوعه وسلو سره عام خلک او درستې حیاتي تاسیسات په نښه کوي او دیمن له کلابندۍ د یوې وسلې په توګه استفاده کوي .
د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر محمدعلی الحوثي بیګا د جرمنی له دیرشپیګل اونیزې سره په خبرو کې وئيلي دي،امریکا هرکله چې وغواړي عام خلک ووژني او له خپلو سیاستونو سره مخالف ملتونه وځپي ، نو د دغو هیوادونو لپاره د ترهه ګر له کلمې استفاده کوي .
د یمن دانقلاب د لوړې کمیټې مشر همداراز په یمن دسعودي ائيتلاف یرغلونو ته په اشارې سره ټينګار کړی ،سعودي عربستان او امریکا د یمن په ضد په جنګ کې درستې سرې کرښې تر پښو لاندې کړي دي او دوي په ممنوعه وسلو سره عام خلک او درستې حیاتي تاسیسات په نښه کوي او دیمن له کلابندۍ د یوې وسلې په توګه استفاده کوي .
الحوثي یمن ته داسلامی ایران دتوغندیو او بې پيلوټه الوتکو د ورکولو په باب دامریکایانو د ادعا په ځواب کې وئيلي دي،دا ادعا د یمن په کلابندولو سره په تضاد کې ده،ځکه سعودي ائیتلاف په کرتو وئيلي دي،چې یمن ئې په بشپړ کلابندۍ کې دی .
محمد علی الحوثي همداراز ددې خبرې په کولو سره چې یمن د هراړخیزې حل لارې دسند په اساس د نوو حل لارو درامینځةکولو په شرط سره ، په درستو جبهو کې د جنګ د درولو لپاره تیار دی،وئيلي دي،د امریکا او عربستان په وسیله دیمن د جنګ دنه درولو یو دلیل ، دفارس خلیج د څنډې هیوادونو د شتمنیو غلا کول او په یمن کې دعربستان او امریکاسره د پيّلي تالی څټو دکارولو لپاره هڅه ده .