د یمن حکومت ددرستوجنګی بندیانو دمبادلې لپاره تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93617-د_یمن_حکومت_ددرستوجنګی_بندیانو_دمبادلې_لپاره_تیار_دی
د یمن ملی نجات حکومت او له ریاض سره اړونده تښتیدلي او مستعفي حکومت ، په جینوا کې دشوي موافقې په اساس ، په وروستیو څو ورځو کې څه دپاسه زر بندیان سره مبادله کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2020 11:31 Asia/Kabul
  •   د یمن حکومت ددرستوجنګی بندیانو دمبادلې لپاره تیار دی

د یمن ملی نجات حکومت او له ریاض سره اړونده تښتیدلي او مستعفي حکومت ، په جینوا کې دشوي موافقې په اساس ، په وروستیو څو ورځو کې څه دپاسه زر بندیان سره مبادله کړي دي .

 المسیره ټيلویژني چینل راپور ورکړی،د یمن د انقلاب د لوړې شورا مشر محمدعلی الحوثينن د بندیانو د مبادلې له عملیاتو په ملاتړکې د نړیوالو دریځونو په قدرونې سره وئيلي دي،دغه اقدام د  انسان دوستۍ  عملیاتو په دوام کې یو ګام دی .

 الحوثي همداراز د سعودي ائيتلاف  دتیریګرو په بندونو کې د بندیانو د شکنجه کیدا د ارزونې لپاره د یوې څیړنیزې کمیټې دجوړیداغ غوښتنه هم کړې .

 د یمن دانصار ا...ولسی مبارز غورځنګ مسئولانو  له دې مخکې هم وئيلي وو ،د تیریګرو په بندونو کې د  یمن هغه بندیان چې دبندیانو د مبادلې په بهیر کې صنعاء ته منتقل شوي ، سخت شکنجه شوي دي .

د یمن ملی نجات حکومت  او له ریاض سره اړونده تښتیدلي  او مستعفي حکومت ، په جینوا کې دشوي موافقې په اساس ،  په وروستیو څو ورځو کې  څه دپاسه  زر بندیان سره مبادله کړي دي .