د عربستان د جنایتونو د ختمیدا وخت رسیدلی دی
زمونږ خبریال وايي د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بهرنیو چارو وزیر هشام شرف د هیواد خلکو ته د بشر دوستانه مرستو د رسولو په زمینه کښې د ملګروملتونو د سمدستي اقداماتو غوښتنه وکړه .
هغه د یمن په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارټین ګریفیټس ته په یوه(۱) لیک کښې وویل د تیلو د وړونکو کشتیو د ورتلو لپاره د سعودي عربستان د مخه د نیولو په خاطر د خلکو کړاو او دردیدل د ضروري خدماتو په تیره بیا د اوبو او د روغتیا په برخه کښې او دغه راز د درملنې په برخه کښې د خدماتو په کامل ډول د بندیدا سبب شوي دي .
بل خبر دا چې د یمن یوې (۱) پوځي سرچینې پرون وویل د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې دیمن په الحدیده ولایت کښې درې سوه دوه دیرش (۳۳۲) ځله د اووربند خلاف ورزیانې کړي دي .
په یمن باندې د سعودي عربستان حملې او بریدونه چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې دوام لري د دغه هیواد څه دپاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) خلک وژلي ، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او په میلیونو نور یې کډوال کړي هم دي .