د سیمې هیوادونه سیمه ایزې شخړې پخپله حل کولی شي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93874-د_سیمې_هیوادونه_سیمه_ایزې_شخړې_پخپله_حل_کولی_شي
د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر د قره باغ د شخړې په سوله ایز حل کې د ایران د نوښت دپرمخ بیولو لپاره دسه شنبې په ورځې باکو او بیا ورپسې ماسکو او ایروان ته سیمه ایز سفر کړی او کوټلو مشورو وروسته بیګا د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو لپاره دغه هیوادته په سفر تللی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 01:28 Asia/Kabul
  • د سیمې هیوادونه سیمه ایزې شخړې پخپله حل کولی شي

د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر د قره باغ د شخړې په سوله ایز حل کې د ایران د نوښت دپرمخ بیولو لپاره دسه شنبې په ورځې باکو او بیا ورپسې ماسکو او ایروان ته سیمه ایز سفر کړی او کوټلو مشورو وروسته بیګا د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو لپاره دغه هیوادته په سفر تللی دی .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د اسلامي ایران  مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي  ماسکو ته پخپل وروستي سفر کې  له ریانووسي خبري آژانس سره په خصوصي خبرو کې  روښانه کړې ده ،  د ایران پلان چې د قره باغ  دشخړې د حل  او ترینګلتیاؤ سره د مبارزې لپاره د اغیزشیندونکو  هیوادونو په ګډون سره  چې  په طبیعي توګه روسیه او ترکیه  پکې شاملیږي، په یوه سیمه ایز کړچار مشتمل دی  او نور دې پکې  بې ځایه ګوتې نه وهي .

 سید عباس عراقچي  ددې خبرې په کولو سره  چې د پلان دوهمه ځانګړنه  حیقیقت پالنه  او واقعیَتونو ته پام دی ، وئيلي دي ،تر دې دمه  د میداني او سیمه ایزو واقعیَتونو  د لحاظ نه کولو په دلیل  په قره باغ سیمې کې د  ارمنستان او آذربایجان جمهوریت تر مینځ  د اور بند درې موافقې  ناکامې شوي دي .

 هغه زیاته کړې ، په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت  پلان ،  اور بند دوهمې مرحلې ته ګرځوي  او  له ښکیلو هیوادونو به وغواړي ، چې دوي هم  خپله پابندي ثابته کړي ا و عملا  د اوښئ  او  ورته داحترام په سترګه وګوري .

 عراقچي  هیله ښودلې  د اسلامی ایران پلان  دقره باغ سیمې  دشخړې  د تل پاتې حل لپآره کومه حل لاره  رامینځة کړائ شي .

 داپه داسې حال کې دي، چې د اسلامی ایران مرستیال  خارجه وزیر  د قره باغ د شخړې  په سوله ایز حل کې  د ایران د نوښت  دپرمخ بیولو لپاره  دسه شنبې په ورځې  باکو  او بیا  ورپسې ماسکو او ایروان ته سیمه ایز سفر کړی او کوټلو مشورو وروسته بیګا د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو لپاره  دغه هیوادته په سفر تللی دی .