د سیمې هیوادونه سیمه ایزې شخړې پخپله حل کولی شي
د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر د قره باغ د شخړې په سوله ایز حل کې د ایران د نوښت دپرمخ بیولو لپاره دسه شنبې په ورځې باکو او بیا ورپسې ماسکو او ایروان ته سیمه ایز سفر کړی او کوټلو مشورو وروسته بیګا د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو لپاره دغه هیوادته په سفر تللی دی .
ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ ، د اسلامي ایران مرستیال خارجه وزیر سید عباس عراقچي ماسکو ته پخپل وروستي سفر کې له ریانووسي خبري آژانس سره په خصوصي خبرو کې روښانه کړې ده ، د ایران پلان چې د قره باغ دشخړې د حل او ترینګلتیاؤ سره د مبارزې لپاره د اغیزشیندونکو هیوادونو په ګډون سره چې په طبیعي توګه روسیه او ترکیه پکې شاملیږي، په یوه سیمه ایز کړچار مشتمل دی او نور دې پکې بې ځایه ګوتې نه وهي .
سید عباس عراقچي ددې خبرې په کولو سره چې د پلان دوهمه ځانګړنه حیقیقت پالنه او واقعیَتونو ته پام دی ، وئيلي دي ،تر دې دمه د میداني او سیمه ایزو واقعیَتونو د لحاظ نه کولو په دلیل په قره باغ سیمې کې د ارمنستان او آذربایجان جمهوریت تر مینځ د اور بند درې موافقې ناکامې شوي دي .
هغه زیاته کړې ، په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت پلان ، اور بند دوهمې مرحلې ته ګرځوي او له ښکیلو هیوادونو به وغواړي ، چې دوي هم خپله پابندي ثابته کړي ا و عملا د اوښئ او ورته داحترام په سترګه وګوري .
عراقچي هیله ښودلې د اسلامی ایران پلان دقره باغ سیمې دشخړې د تل پاتې حل لپآره کومه حل لاره رامینځة کړائ شي .
داپه داسې حال کې دي، چې د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر د قره باغ د شخړې په سوله ایز حل کې د ایران د نوښت دپرمخ بیولو لپاره دسه شنبې په ورځې باکو او بیا ورپسې ماسکو او ایروان ته سیمه ایز سفر کړی او کوټلو مشورو وروسته بیګا د ترکیې له چارواکو سره د خبرواترو لپاره دغه هیوادته په سفر تللی دی .