اسرائیل د اسلامي امت د کمزورولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93914-اسرائیل_د_اسلامي_امت_د_کمزورولو_هڅه_کوي
زمونږ خبریال وايي په لبنان کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي احسان عطایا له عربو هیوادونو سره د اړیکو له عادي کولو د صهیونیسټ رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 01, 2020 13:25 Asia/Kabul
  • اسرائیل د اسلامي امت د کمزورولو هڅه کوي

زمونږ خبریال وايي په لبنان کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي احسان عطایا له عربو هیوادونو سره د اړیکو له عادي کولو د صهیونیسټ رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول وباله .

احسان عطایا وویل صهیونیسټ رژیم هڅه کوي په عربو ملتونو کښې قومي ، مذهبي او توکمیز جنګونه رامینځته کړي .

هغه د متحده عربي اماراتو او د بحرین په خلکو غږ وکړ د هغو ټولو دسیسو د شنډولو پرضد  چې له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو د عادي کیدا د موافقې له لارې ترسره کیږي راپورته شي .

متحده عربي اماراتو او بحرین د سعودي عربستان ، امریکا او د بریتانیا په دباو او غوښتنې سره له صهیونیسټ رژیم سره اړیکې ټینګې کړي دي .

اسلامي نړۍ په دغه اقدام پراخې نیوکې کړي دي .