د فلسطین په هکله د امریکا دښمانه دریځ نه بدلیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د فلسطین ډلو وویل واک ته د جوبایډن رسیدل به د فلسطین د مسلې په وړاندې د امریکا په غلیمانه دریځ کښې هیڅ بدلون رامینځته نکړي .
د فلسطین د ازادۍ ولسي جبهې د یوې (۱) خبر پاڼې په خپرولو سره د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن اقدامات له صهیونیزم څخه په ملاتړ کښې د ډیموکراټ ګوند د پخوانیو حکومتونو د کړچار دوام وبلل او له اسرائیلو سره خبرو ته د بیرته ستنیدا لپاره د امریکا د نوي حکومت د هر ډول دوکه ورکونکي ژمنې په هکله یې خبرداری ورکړی .
د فلسطین د مجاهدینو غورځنګ هم په دې خبرې ټینګار سره چې ډونالډ ټرمپ او جوبایډن دواړه د صهیونیسټ رژیم د ګټو لپاره کار کوي وویل د امریکا ټول حکومتونه یوشان کړنلاره لري .
د فلسطین د ملي نوښت د غورځنګ مشر مصطفی البرغوثي هم ډونالډ ټرمپ د امریکا تر ټولو بد ولسمشر وباله او ویې ویل ټرمپ د فلسطین د ملت پرضد ستر جنایتونه وکړل .