د سعودي تیریګروجنایتونو ته ځواب ورکول دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94477-د_سعودي_تیریګروجنایتونو_ته_ځواب_ورکول_دوام_لري
د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، ځواب ورکول او دفاعي اقدامات باید تر هغه وخته دوام وکړي ،څو تیریګر دیمن کلابندۍ ختمه او وحشي ډوله حملې هم ودروي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2020 02:46 Asia/Kabul
  • د سعودي تیریګروجنایتونو ته ځواب ورکول  دوام لري

د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، ځواب ورکول او دفاعي اقدامات باید تر هغه وخته دوام وکړي ،څو تیریګر دیمن کلابندۍ ختمه او وحشي ډوله حملې هم ودروي .

 المسیره ټيلیویژنی چینل راپورورکړ ،  د  یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ  ویندوي محمد عبدالسلام  پرن په یولړ څرګندونو کې په یمن کې د سعودي تیریګر و دحملو په ځواب وئيلو په ټينګار سره  وئيلي دي ،د دیمن په پلازمینې صنعاء  دسعودي ائيتلاف  وروستۍ حملو وښودله چې د سعودي تیریګرو حملو ته د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  ځواب  تر کومه اندازه  اهمیّت لري .   عبدالسلام  وئيلي دي ، دسعوي تیریګر ائيتلاف  مشران  ګمان کوي ،دغه حملې به  دمخامخیدنې په لاره  کې څه بدل کړي ، خو هیره ئې کړې ده ،  دیمن دبیلابیلو سیمو اوتاسیساتو شپږ کلنې بمبارۍ او څاروي ډوله حملې ددغه هیواد ملت د لازیات انسجام  او شجاعت لامل شوي دي .

 د یمن د انصار ا.. ولسی غورځنګ ویندوي ټينګار کړی ، ځواب ورکول او دفاعي  اقدامات باید تر هغه وخته دوام وکړي ،څو تیریګر  دیمن کلابندۍ ختمه او وحشي ډوله حملې هم ودروي .