د عراق پارلمان باید پریکنده فیصله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94811-د_عراق_پارلمان_باید_پریکنده_فیصله_وکړي
زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې بدر فراکسیون وویل پارلمان باید له عراق څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو په هکله پریکنده دریځ غوره کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 14, 2020 09:58 Asia/Kabul
  • د عراق پارلمان باید پریکنده فیصله وکړي

زمونږ خبریال وايي د عراق په پارلمان کښې بدر فراکسیون وویل پارلمان باید له عراق څخه د امریکا د عسکرو د ایستلو په هکله پریکنده دریځ غوره کړي .

د عراق په پارلمان کښې د بدر فراکسیون مشر حسن شاکر الکعبي نن له المعلومه خبري سایټ سره په مرکه  کښې ټینګار وکړ عراق امنیتي ځواکونه ، پوځ او الحشد الشعبي ځواک لري او د خپل ټاټوبي د ساتلو توان لري او په هیواد کښې د خارجي ځواکونو د شتون ضرورت نشته .

هغه ټینګار وکړ په داسې بڼه کښې چې د عراق حکومت د خارجي عسکرو چې په سر کښې یې امریکا ده د وتلو لپاره د پلانونې په دوسیې کښې ځنډ وکړي پارلمان به پریکنده دریځ غوره کړي .

د عراق پارلمان د جنورۍ په پینځمه (۵) نیټه د امریکا د عسکرو د ایستلو پلان تصویب کړی او د هیواد کابو یو(۱)میلیون کسانو هم د جنورۍ میاشت په پاې کښې د مظاهرو په ترسره کولو سره له هیواد څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو غوښتنه کړي وه .