د یمن د ائتلافي کابینې نتیجه ماتي خوړل دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i94906-د_یمن_د_ائتلافي_کابینې_نتیجه_ماتي_خوړل_دي
فارس خبري اژانس وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي د متحده عربي اماراتو او د یمن د استعفا شوي حکومت ترمینځ د ائتلافي حکومت د جوړیدا نتیجه ماتي وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2020 11:51 Asia/Kabul
  • د یمن د ائتلافي کابینې نتیجه ماتي خوړل دي

فارس خبري اژانس وايي د یمن د انقلاب د لوړې کمیټۍ مشر محمد علي الحوثي د متحده عربي اماراتو او د یمن د استعفا شوي حکومت ترمینځ د ائتلافي حکومت د جوړیدا نتیجه ماتي وبلله .

د یمن د انصار الله غورځنګ مهم غړي محمد علي الحوثي دغه موضوع ته په غبرګون کښې ولیکل د جوړ شوي حکومت په جوړښت کښې غیر رغنده شرکا شته او نتیجه یې ماتي ده .

د یمن د استعفا شوي حکومت ولسمشر عبدربه منصور هادي بیګا د ریاض د موافقې د لاسلیک کیدا د کابو یو(۱) کال له تیریدا وروسته د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان په دباونو سره د نوي کابینې نومونه اعلان کړل .

د منصور هادي د حکومت په بیانیې کښې ویل شوي دي څلرویست(۲۴) کسیزه کابینه به په مساوي توګه د یمن د شمال او د جنوب ترمینځ وویشل شي .