عراق کښې د امریکې په سفارت باندې حمله کونکي ونیوې شول
د عراق وزیراعظم د بغداد په مرکز کښې پر شنې سیمې باندې د وړمې شپې د توغندوي حملې په شک کښې د څو کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
د عراق وزیراعظم د بغداد په مرکز کښې پر شنې سیمې باندې د وړمې شپې د توغندوي حملې په شک کښې د څو کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
مصطفی الکاظمي په خپل بیګاني پریس کانفرنس کښې د بغداد په شنې (سفارتي) سیمې باندې د وړمې شپې راکټي حمله یو ترهګر او بزدلانه کار وباله او زیاته یې کړه چې حکومت یې په عراق کښې پر ډیپلماټیکو نمایندګیو باندې د هیڅ ډول حملې ملاتړ نه کوي.
الکاظمي هم داشان د دغې حملې نه پس د ځینو امنیتي یونټونو د مسئولانو د نیول کیدو خبر هم ورکړ.
یاده دې وي چې د عراق په پلازمینې بغداد کښې د امریکې په سفارت باندې د دوشنبې په شپه توغندوي بریدونه شوي وو.
د عراق خلک وايي چې د امریکې سفارت په بغداد کښې د نړۍ د نورو هیوادونو د سفارتخانو په شان عادي او ډیپلماټیکه کارکردګي نه لري بلکې امریکې په دغې سفارتخانې کښې د توغندوي سیسټم او د خپلو پوځي ځواکونو په دیره کولو سره هغه په یوې پوځې اډې بدله کړې ده چې د بغداد او د عراق د ټولو خلکو امنیت ګواښي.
زیاتره عراقیان له خپل هیوادونه د امریکې د ترهګرو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي او د عراق پارلیمان هم د دغو ځواکونو د ایستلو لپاره یوه طرحه تصویب کړې ده.