ملګري ملتونه د عربستان په تیریو کښې شریک دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95137-ملګري_ملتونه_د_عربستان_په_تیریو_کښې_شریک_دي
زمونږ خبریال وايي د یمن یوه(۱) چارواکي ټینګار وکړ ملګري ملتونه د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د تیلو د وړونکو کشتیو د درولو او د یمن د کلابندۍ د ختمیدا په هکله هیڅ کار نه دی ترسره کړی او د دغه ائتلاف په کارونو کښې شریک دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2021 01:36 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه د عربستان په تیریو کښې شریک دي

زمونږ خبریال وايي د یمن یوه(۱) چارواکي ټینګار وکړ ملګري ملتونه د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د تیلو د وړونکو کشتیو د درولو او د یمن د کلابندۍ د ختمیدا په هکله هیڅ کار نه دی ترسره کړی او د دغه ائتلاف په کارونو کښې شریک دي .

د یمن د الحدیده ولایت والي «محمد عیاش قحیم »پرون په خبري کانفرنس کښې ملګري ملتونه د یمن په غمیزې کښې شریک وبلل او ویې ویل ملګروملتونو په بشر دوستانه چارو کښې چې د کار اساس یې دی هیڅ بریا نه ده لرلي نو څرنګه به د سیاسي موافقو په ترلاسه کولو کښې بریالي شي .

هغه ټینګار وکړ د سعودي ائتلاف د جنایتونو په وړاندې د ملګروملتونو چپتیا سبب کیږي دغه اداره په نوموړیو جنایتونو کښې شریکه  ووسي .

د سره(red) سمندر د بندرونو د ادارې مشر یحیی شریف الدین هم ویلي دي ملګروملتونو په یمن کښې د انساني کړاو د ختمولو لپاره هیڅ کار نه دی ترسره کړی او د دغه ادارې خوځښتونه د یمن له غمیزې سره د تجارت لپاره د مرسته کونکو هیوادونو په غونډو پورې محدودیږي .

سعودي عربستان له تیرو دریو (۳) میاشتو راهسې د یمن د تیلو پینځلس (۱۵) کشتۍ نیولي دي او هغوې ته د تلو اجازه نه ورکوي .