د سوریې په حماه ولایت راکټي برید شوی
Jan 01, 2021 01:52 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د سوریې الاخباریه ټیلي ويژن وویل ترهګرو بیګا د حماه ولایت په شمال کښې په الغاب سیمه کښې په البرکه کلي باندې څو راکټونه وویشتل چې له کبله یې یو (۱) ښاریز وژل شوی دی .
له تیرو څو میاشتو راهسې ترهګرو ډلو د سوریې له پوځ څخه د پرله پسې ماتیو له خوړلو وروسته له مخکې څخه زیات په هستوګنو سیمو باندې د راکټونو او د هوانونو بریدونو ته مخه کړي ده چې له کبله یې ګڼ شمیر عادي خلک په تیره بیا ماشومان او ښځې وژل کیږي .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، پوځي او استخباراتي مرستې سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ، اردن ، اسرائیل ، ترکیه ، امریکا ،انګلستان ، فرانسه او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .
ټیګونه