د الفتح ایتلاف مشر:
امریکایان باید له عراقه وشړل شي
Jan 01, 2021 12:40 Asia/Kabul
په عراق کې د الفتح ایتلاف مشر هادي العامري ویلي چې امریکا د پلمو په لټولو سره په عراق کې د خپلو پوځیانو حضور ته زمینه برابره کړي.
هغه ټینګار یې کړی چې که امریکایي ځواکونه په خپله خوښه له عراقه ونه وځي نو دوی به یې تیښتي ته اړباسي.
نوموړي زیاته کړې، امریکایي ځواکونه دا پلمه کوي چې داعش ډلې سره د مبارزې په موخه په عراق کې پاتې دي خو په وینا یې دوی خپله د داعش ډلې ملاتړ کوي او هڅه کوي د همدې ډلې له موجودیته ګټه پورته او خپل حضور ته دوام ورکړي.
العامري د عراق پر حکومت او خلکو ږغ کړی چې باید په ګډه د امریکا پر وړاندې مبارزه وکړي او له هېواده یې وباسي.
ټیګونه