امریکا، اسرائیل او عربستان د وروستي ترهګریزو بریدونو لاملین دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i95566-امریکا_اسرائیل_او_عربستان_د_وروستي_ترهګریزو_بریدونو_لاملین_دي
د عراق حزب الله صهیونیستي رژیم، سعودی او امریکا په دغه هیواد کې د وروستیو خونړو ترهګریزو بریدونو لاملین بولی.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jan 22, 2021 11:03 Asia/Kabul
  • امریکا، اسرائیل او عربستان د وروستي ترهګریزو بریدونو لاملین دي

د عراق حزب الله صهیونیستي رژیم، سعودی او امریکا په دغه هیواد کې د وروستیو خونړو ترهګریزو بریدونو لاملین بولی.

د المیادین د راپور سره سم، په عراق کې د حزب الله مشرانو د یوې بیانیې په صادرولو سره اعلان کړی چي په بغداد کې د خونړو ترهګریزو بریدونو او د ملکي وګړو د وینو د بهولو بدله به د امریکا، صهیونیستي رژیم او عربستان پوري تړلي شر غواړي ډلي څخه واخلي.

د بلي خوا څخه بیا په عراق کې د دولت القانون د سیاسي ائتلاف ویاند بهالدین النوری وویل: د دې هیواد د امنیتي ادارو د لومړنیو څېړنو له مخې په بغداد کې د تیري ورځې ټروریستي لاملونه د عربستان وګړي دي.

تېره ورځ د بغداد په مرکزي میدان الطیران کې دوې ځانمرګي بریدونه وشول چي د امله یې کابو ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګژوبله واوښته.