پاپ په بغداد کې تر سره شوي بریدونه وحشیانه وبلل
Jan 22, 2021 11:13 Asia/Kabul
په نړۍ کې د عیسویانو معنوی مشر په بغداد کې د وروستي بریدونو د غندلو تر څنګ دغه بریدونه وحشیانه او بې معنی بللي.
د اسپیوټنیک د راپور سره سم، پاپ فرانسیس د یو پیغام په صادرولو سره چي د واټیکان د بهرنیو چارو د وزیر له خوا لاسلیک شوي په بغداد کې د وروستي ځانمرګي بریدونو د امله ژوره خواشیني څرګنده کړې.
هغه زیاته کړې چي ډاډمن دی چي ټول بشریت په ورورولی او یووالي سره د تاوتریخوالو سره د مقابلې لپاره خپلو سوله ایزو هڅو ته به دوام ورکړي.
د بغداد په الطیران میدان کې د دوو ځانمرګي بریدونو مسئولیت د داعش ترهګري ډلي په غاړه واخیست.
دغه ترهګریز بریدونه د پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول.
ټیګونه