د بغداد په ختیځه کې چاودنه
Jan 28, 2021 07:36 Asia/Kabul
عراقي سرچینو نن سهار د بغداد په ختیځه کې د یوې چاودنې د ږغ د اورېدو خبر ورکړ.
د عراق د مقاومت پوري تړلې صابرین نیوز اعلان وکړ چي یاده چاودنه د بغداد په ختیځه المشتل سیمه کې تر سره شوې.
خو تر دې دمه د یادي چاودنې د ټپیانو او یا مړو د شمېرنې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
څو ورځې مخکې هم د بغداد په لوېدیځه کې هم په یو دوکان کې چاودنه شوې وه.
تېره اوونۍ د بغداد په الطیران میدان کې د دوو پرلپسې چاودنو په ترڅ کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۱۱۰ تنه ژوبل شول.
ټیګونه