د ټونس د ولسمشر په ناکامه ټرور کې د اسرائیلو لاس
د ټونس د الشعب د غورځنګ سر منشي وویل چي د دې هیواد پر ولسمشر په ناکامه برید کې صهیونیستي رژیم لاس لري.
د ټونس د الشعب د غورځنګ سر منشي زهیر المغزاوی المیادین خبري چېنل وویل: د ټونس په ولسمشر قیس سعید باندې په ناکامه برید کې اسرائیل لاس لرلی دی.
د دې راپور سره سم، د ټونس ولسمشر دفتر ته دوې ورځې مخکې یو زهرجن لیک استول شوي و، خو د ټونس ولسمشر ته هیڅه زیان نه دی اوښتی.
تر دې پیښي وروسته د ټونس امنیتي ادارې د دغه زهرجن لیک په اړه څېړنې پیل کړې.
تر دې مخکې هم ځینو رسنیو اسرائیلو سره د اړیکو د رغولو په موخه د ټونس د چمتووالي خبر خپور کړی و چي د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له غبرګونه سره مخامخ شوی.
د ټونس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي دغه هیواد د صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د رغولو هوډ نه لري او د فلسطین څخه ملاتړ د دې هیواد بنسټیز دریځ دی.