په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر کاروان برید وشو
Feb 01, 2021 04:05 Asia/Kabul
د عراقي سرچینو د راپور سره سم، د امریکایي ځواکونو د کاروان په لاره کې د سړک د غاړي ماین چاودنه کړې.
د امریکایي د ترهګرو ځواکونو دغه کاروان د عراق په مرکزي ولایت بابل کې د الحلې په ښار کې د چاودنې سره مخ شوی دی چي د امله یې یوه عراده زغر ګاډې ورانه شوې ده.
تیره ورځ هم د عراق په الدیوانیه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر یو کاروان بمي چاودنه شوې وه.
په وروستیو میاشتو کې د امریکایي ځواکونو پر فوځي کاروانونه چي اکثره د کویټ له باډر څخه عراق را دننه کیږي بریدونه زیات شوي.
دا په داسي حال کې دی چي د عراق ولس له دې هیواده د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی.
ټیګونه