په فلسطین باندې د صهیونیستي فوځیانو د یرغل دوام
د صهیونیستي رژیم ځواکونو د خپلو غلیمانه اقداماتو په دوام کې یو ځل بیا د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې په فلسطیني ښارګوټی باندې برید کړي.
د فلسطینالیوم د راپور سره سم، نن د صهیونیستي رژیم ترهګرو ځواکونو د اردن د سیند د لوېدیځي غاړې په سیمو کې د قباطیې په ښارګوتي باندې برید کړي چي د مقاومت ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شوي.
صهیونیستي رژیم د ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو د خبرداریو سره سره په فلسطیني ښارګوټو باندې بریدونو او د فلسطینیانو کورنو ورانولو ته دوام ورکوي.
دغه منحوس رژیم هر ورځ په فلسطین کې د اردن د سیند په لودیځه غاړه کې د فلسطینیانو کورونه ورانوي تر څو یادي سیمي لاندي کړي او د یهودي ښارګوټي په کښې جوړي کړي.
د صهیونیستي رژیم ځواکونه همدارنګه د قدس شریف په نیواکي سیمو کې پر مسجد الاقصی باندې هم برید کړي.
د اسرائیلو له لوري دغه بې شرمانه اقدامات په داسي حال کې تر سره کیږي چي ځینې عربي هیوادونه ورسره اړیکي عادي کړي دي.