د مصر، اردن او فلسطین د کورواکې ادارې ناسته
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97170-د_مصر_اردن_او_فلسطین_د_کورواکې_ادارې_ناسته
د مصر د بهرنیو چارو وزیر وویل چي نن په قاهره کې د اردن، مصر او د فلسطین د کورواکې ادارې تر مینځ درې اړخیزي خبري اتري کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 03, 2021 13:53 Asia/Kabul
  • د مصر، اردن او فلسطین د کورواکې ادارې ناسته

د مصر د بهرنیو چارو وزیر وویل چي نن په قاهره کې د اردن، مصر او د فلسطین د کورواکې ادارې تر مینځ درې اړخیزي خبري اتري کیږي.

په دغه ناسته کې د مصر د بهرنیو چارو د وزیر سامح شکری تر څنګ د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدی او د فلسطین د کورواکی ادارې وزیر ریاض المالکي د فلسطین د مهمو مسایلو په اړه وږغېږي.

د الاهرام د راپور په بنیاد، په دغه درې اړخیزه ناسته کې په فلسطین کې د راتلونکو ټاکنو او همدارنګه د فلسیني ډلو تر مینځ د وحدت د راوستلو په اړه به سلامشورې تر سره شي.

په فلسطین کې د فتح او د جنبش غورځنګ د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو د تاریخ د معلومېدو څخه هرکلی وکړ.