په یمن کې ستر انساني ناورین په رامینځةکیدا دی
د ګریفیتس څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې د صنعا حکومت په کرتو د یمن دهوائي ډ ګرونو په تړل کیدا او دکشتیو په سمندر کې په دریدا باندې دملګروملتو په چپتیا سختې نیوکې کړي او وئیلي ئې دي ، ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په یمن کې دسولې دټينګیدا ملاتړ نه کوي .
روسیا الیوم خبری چینل راپور ورکړی،د یمن په چارو کې دملګروملتو ځانګړي استازي مارتین ګریفیتس پرون ناوخته په یوه راپور کې ټينګار کړی،د یمن دصنعاء هوائي ډګر پرانیستل،د سونګو او نورو ضروري شیانو منتقلیدا په یمن کې د عامو خلکو په ضد دمشکلاتو د اغیزو د کمولو لپاره یو اصلي ضرورت دی ، چې باید په لومړني فرصت کې دغه مهم ترسره شي .
ګریفیتس زیاته کړې،په یمن کې نښتې په مارب کې دانصار ا...غورځنګ دعملیاتو په دوام او په صنعا دهوائي حملو په زیاتیدا او دغه راز په عربستان د توغندوي او بې پيلوټه الوتکو په حملو سره نوره هم زیاتې شوي دي چې ډيره اندیښمنونکي چاره ده .