سعودي عرب بیا ځلې په یمن باندې درنې بمبارۍ وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i97958-سعودي_عرب_بیا_ځلې_په_یمن_باندې_درنې_بمبارۍ_وکړې
د سعودي ائتلاف الوتکو نن د یمن په پلازمینې صنعا باندې درنې بمبارۍ وکړې.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 23, 2021 07:35 Asia/Kabul
  • سعودي عرب بیا ځلې په یمن باندې درنې بمبارۍ وکړې

د سعودي ائتلاف الوتکو نن د یمن په پلازمینې صنعا باندې درنې بمبارۍ وکړې.

د یمن ټلویزیوني چېنل المسیرې اعلان وکړ چي د سعودي د تیرګر ائتلاف الوتکو د صنعا په هوایي نړیوالي میدان او ځینې نورو سیمو باندې بمبارۍ وکړې.

تر دې دمه له یادو هوایي بریدونو د مرګژوبلو په اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.

د سعودي د تیری ګر ائتلاف بریدونه په داسي حال کې تر سره شوي چي ریاض د یمن د جګړې د ختمولو لپاره د یوې طرحي د تیارېدو ادعا کړې ده.

دا په داسي حال کېدی چي د یمن د محاصرې او د سعودي د بریدونو د امله په دغه هیواد کې د زرګونو کسانو د وژل کېدو تر څنګ په میلیونونو کسانو له لوږې سره مخامخ شوي دي.