په اسرائیلو کې د سیاسي بندون دوام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98106-په_اسرائیلو_کې_د_سیاسي_بندون_دوام
په داسي حال کې چي صهیونیستي رژیم د کابینې په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شوی او په دې خاطر یې پارلماني ټاکنې وکړې لیکن هیڅ یوې سیاسي ډلي د دولت د جوړولو لپاره کافي رایي نه دي تر لاسه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2021 11:15 Asia/Kabul
  • په اسرائیلو کې د سیاسي بندون دوام

په داسي حال کې چي صهیونیستي رژیم د کابینې په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شوی او په دې خاطر یې پارلماني ټاکنې وکړې لیکن هیڅ یوې سیاسي ډلي د دولت د جوړولو لپاره کافي رایي نه دي تر لاسه کړي.

د صهیونیستي رژیم د پارلماني ټاکنو وروستي پایلې خپرې شوې چي په نیواکي فلسطین کې د سیاسي بندون د دوام ښودنه کوي.

د دې منحوس رژیم د سرغنی نتانیاهو پلویانو په پارلمان کې ۵۲ کرسۍ تر لاسه کړې چي د کابینې د جوړولو لپاره کفایت نه کوي.

په مقابل لوري کې مخالفي سیاسي ډلي بیا ۵۷ کرسۍ تر لاسه کړي.

هره سیاسي ډله په یواځي سره د کابینې او د دولت د جوړولو لپاره باید په پارلمان کې لږ تر لږه ۶۱ کرسۍ تر لاسه کړي.

په تېرو دوو کلونو کې دا څلورم ځل دی چي په نیواکي فلسطین پارلماني ټاکنې تر سره کیږي.

دا په داسي حال کې دی چي ائتلافي ادارې په نیواکي فلسطین کې دوام نه دي موندلي خو د یو واحدي ادارې د جوړلو لپاره هیڅ یوې سیاسي ډلي کافي رایي نه دي تر لاسه کړي چي دا د صهیونیستي رژیم د سیاسي بندون د دوام ښودنه کوي.