په عربستان تردې دمه د۳۵۹ بالیسټیک توغندیوحملې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i98368-په_عربستان_تردې_دمه_د۳۵۹_بالیسټیک_توغندیوحملې_شوي
د یمن د  پوځ او ولسی کمیټیو  تر ټولو وروستۍ اقدام  د مار چ اته ویشتمې نیټې ته ورګرځي چې  په هغه کې  دیمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  له اتلسو ډرونز الوتکو ا و  اتو بالیسټک توغندیو څخه په استفادې سره  د  عربستان آرامکو تیلی تاسیسات  او  ستر او سټراټژيک پوځي مرکزونه  په نښه کړي دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 01, 2021 11:27 Asia/Kabul
  • په عربستان تردې دمه د۳۵۹  بالیسټیک توغندیوحملې شوي

د یمن د  پوځ او ولسی کمیټیو  تر ټولو وروستۍ اقدام  د مار چ اته ویشتمې نیټې ته ورګرځي چې  په هغه کې  دیمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  له اتلسو ډرونز الوتکو ا و  اتو بالیسټک توغندیو څخه په استفادې سره  د  عربستان آرامکو تیلی تاسیسات  او  ستر او سټراټژيک پوځي مرکزونه  په نښه کړي دي .

ایرناخبری آژانس راپور ورکړی ،  د سعودي عربستان داطلاعاتو وزیر  ماجد القصبی بیګا په یولړ څرګندونو کې منلې ده ،  چې عربستان ،  په یمن ددغه هیواد د حملې له هماغه پیله تر دې دمه د  یمن  د ۳۵۹بالیسټک توغندیو په شیشت کې ورغلی دی .

 دعربستان د  اطلاعاتو وزیر  دیمن د هراړخیزې کلابندۍ  دلغوه کولو او د سولې د ټينګیدا لپاره د  خپل هیواد د بیا بیا خنډ جوړونې ته  له اشارې پرته مدعي شوی ،  دالحوثیانو حملې  ددې ښودنه کوي ،چې  دوي  د عربستان د عملی نوښت پشمول  دسولې د ټينګیدا لپاره  دهلوځلو مخالف دي .

 دیمن د کلابندۍ په لاسختیدا او دهوائي حملو په زیاتیدا پسې د یمن والو توغندوي  او ډورنز حملې  دسعودي عربستان تر مرکز پورې زیاتې او غزیدلي دي ، یو داسې اقدام چې یمن وال ئې د خپل هیواد د کلابندۍ او تیریو په وړاندې  یو دفاعي اقدام ګڼي .

د یمن د  پوځ او ولسی کمیټیو  تر ټولو وروستۍ اقدام  د مار چ اته ویشتمې نیټې ته ورګرځي چې  په هغه کې  دیمن  پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو  له اتلسو ډرونز الوتکو ا و  اتو بالیسټک توغندیو څخه په استفادې سره  د  عربستان آرامکو تیلی تاسیسات  او  ستر او سټراټژيک پوځي مرکزونه  په نښه کړي دي .

 البته په همداوروستیو کې په یوه بل خبر کې هم وئيل شوي دي ، چې د یمن  پو ځ او ولسی مبارزو کمیټیو  د مارب ولایت په ځینو سیمو کې نور پرمختګ هم کړی او د مارب سټراټژيک ښار  په شاخوا کې ئې له ځينو سیمو مخکې تیر شوي ددغه ښار په شمالي  او لویدیځي مهمو برخو او لوړو  مسلط شوي  او تیریګر ائيتلاف ځیني لوجیسټيکي لارې ئې تړلی دي .

وئیل کیږي ، په دغو عملیاتو کې د منصور هادي سره اړونده په لسګونو تالی څټي هم هلاک شوي دي چې په هغو کې  د د دوي دځانګړي عملیاتو قوماندان  ډګر وال صالح العباب هم ترسترګو کیږي . داهم وئيل شوي چې ددغو لوړو  څوکو او ځينو  میداني سیمو په نیول کیدا سره نور په مارب ښار کې دننه د تیریګرو د تالي څټو  تګ راتګ هم محدود شوی  او د یمني پوځ  او ولسی مبارزو کمیټیو د مبارزانو په شیشت کې دي .