د اردن باچا له غصې ډک پیغام عربستان ته واستوه
ویکي لیکس سعودي پاڼې نن راپور ورکړ د سعودي عربستان یوې (۱) سرچینې د اردن په ناکامه کودتا کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د لاس لرلو په هکله هغه ته د اردن د حکومت د شفاهي پیغام د استولو خبر ورکړ .
د سعودي عربستان دغه خبرې سرچینې وویل د اردن د باچا دفتر د خپلو کسانو په وسیله له غصې څخه ډک شفاهي پیغام د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته استولی دی .
د عربستان دغه خبرې سرچینې وویل د اردن باچا عبدالله دوهم (۲) په دغه پیغام کښې د وروستۍ کودتا د عاملانو د محاکمه کولو په بهیر کښې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لاسوهنو ته اشاره کړي ده او د «باسم عوض الله » د خوشي کیدا لپاره چې څه موده د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سلاکار و او د اردن په کودتا کښې یې رول درلود د خوشي کولو لپاره د سلمان غوښتنه په پریکنده توګه رد شوي ده .
په همدې لړ کښې د اردن لوی څارنوال پرون په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د باچا عبدالله دوهم(۲) په غوښتنه د وروستۍ کودتا د نیول شویو شپاړس (۱۶) کسانو د خوشي کولوخبر ورکړ خو ویې ویل باسم عوض الله او الشریف حسن بن زید به په ناکامه کودتا کښې د چورلیزې رول د لرلوپه دلیل هماغه راز په زندان کښې وي .
باسم عوض الله چې د سعودي تابعیت لري او د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان نږدی کس دی او هغه مخکې د اردن د شاهي محکمې مشر و .
او الشریف حسن بن زید هم یو وخت په سعودي عربستان کښې د اردن د باچا استازی و .
د ویلو ده چې سعودي عربستان ، اسرائیلو ، امریکا ، بحرین ، متحده عربي اماراتو او انګلستان د اردن د باچا پرضد په کودتا کښې لاس درلود .