د امریکائي استازي موخه د یمن دجنګ بیرته سختول دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i99392-د_امریکائي_استازي_موخه_د_یمن_دجنګ_بیرته_سختول_دي
سعودي ائيتلاف په مارب کې  د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب  له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت  د مخکیني  پلان د منلو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2021 10:55 Asia/Kabul
  • د امریکائي استازي موخه د یمن دجنګ بیرته سختول دي

سعودي ائيتلاف په مارب کې  د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب  له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت  د مخکیني  پلان د منلو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړی دی .

 سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ،د یمن دلوړې سیاسی شورا مسئول مقام  محمد علی الحوثي وئیلي دي ،د امریکا استازي هیڅ ډول د سولې پیغام نه لري ، بلکې د  جنګ دبیرته سختولو  د پروپیګنډو او د ناسمو خبرونو دمنتقلولو لپاره  راغلی دی .

 الحوثي  دیمن په چارو کې د امریکا دځانګړي استازي  په خبرو په نیوکو سره وئیلي دي ، که هغه د سولې غوښتونکی وي ،نو باید د حقیقي کړنو او روښانه حقایقو په ساسا،  پلان وړاندې کړي چې  یمن وال  ئې  په اساس ،  له تیریګر ائيتلاف سره  موافقې ته ورسیږي .

  د یمن په چارو کې د امریکا استازي تیموثي  لنډرکینګ  په همداوروستیو کې  او په داسې شرائطو کې چې  دیمن  پوځ او د ولسی  کمیټیو مبارزان په مارب ولایت کې د پرمختګ په حال کې دي ، د یمن  پوځ ته د وسلو دلیږد دمخنیوي  او په دغه ولایت کې د نښتو ددریدا غوښتونکی شوی او وئیلي ئې دي ،  هغه جنګ چې  دمارب د  ګیسو د  سرچینو اوسیمې په شاوخوا کې روان دی ، دسولې د هلوځلو په ضد تر ټولو ستر ګواښ دی .

  له دې سره په یووخت ،رسندوئي سرچینو هم وئيلي دي،سعودي ائيتلاف په مارب کې  د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب  له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت  د مخکیني  پلان د منلو لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړی دی .

ددغو سرچینو په وینا ، آل سعود رژيم او دهغو ملاتړو  د صنعاء  پلان د پرمختګ  لپاره  لازم ضمانتونه نه دي وړاندې کړي ، یوه داسې موضوع چې  لامل شوې ، صنعاء د سعودي اماراتي ائيتلاف په صداقت  شک وکړي .