د امریکائي استازي موخه د یمن دجنګ بیرته سختول دي
سعودي ائيتلاف په مارب کې د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت د مخکیني پلان د منلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
سپوټنیک خبری آژانس راپور ورکړ،د یمن دلوړې سیاسی شورا مسئول مقام محمد علی الحوثي وئیلي دي ،د امریکا استازي هیڅ ډول د سولې پیغام نه لري ، بلکې د جنګ دبیرته سختولو د پروپیګنډو او د ناسمو خبرونو دمنتقلولو لپاره راغلی دی .
الحوثي دیمن په چارو کې د امریکا دځانګړي استازي په خبرو په نیوکو سره وئیلي دي ، که هغه د سولې غوښتونکی وي ،نو باید د حقیقي کړنو او روښانه حقایقو په ساسا، پلان وړاندې کړي چې یمن وال ئې په اساس ، له تیریګر ائيتلاف سره موافقې ته ورسیږي .
د یمن په چارو کې د امریکا استازي تیموثي لنډرکینګ په همداوروستیو کې او په داسې شرائطو کې چې دیمن پوځ او د ولسی کمیټیو مبارزان په مارب ولایت کې د پرمختګ په حال کې دي ، د یمن پوځ ته د وسلو دلیږد دمخنیوي او په دغه ولایت کې د نښتو ددریدا غوښتونکی شوی او وئیلي ئې دي ، هغه جنګ چې دمارب د ګیسو د سرچینو اوسیمې په شاوخوا کې روان دی ، دسولې د هلوځلو په ضد تر ټولو ستر ګواښ دی .
له دې سره په یووخت ،رسندوئي سرچینو هم وئيلي دي،سعودي ائيتلاف په مارب کې د خپلې درندې ماتې باندې د برغولي د کیښودلو لپاره د سیمه ایز مینځګړیتوب له لارې ، له مارب سره په ارتباط کې د صنعاء د حکومت د مخکیني پلان د منلو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی .
ددغو سرچینو په وینا ، آل سعود رژيم او دهغو ملاتړو د صنعاء پلان د پرمختګ لپاره لازم ضمانتونه نه دي وړاندې کړي ، یوه داسې موضوع چې لامل شوې ، صنعاء د سعودي اماراتي ائيتلاف په صداقت شک وکړي .