د ایران په وړاندې د عربستان د دریځونو بدلیدل علتونه او غبرګون :-
(last modified Thu, 29 Apr 2021 09:58:24 GMT )
Apr 29, 2021 14:28 Asia/Kabul
  • د ایران په وړاندې د عربستان د دریځونو بدلیدل علتونه او غبرګون :-

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له العربیه ټیلي ويژن سره په مرکه کښې په ښکاره دریځ بدلولو سره وویل ایران ګاونډی هیواد دی او ریاض هیله من دی وکولای شي له تهران سره ښې اړیکې ولري .

محمد بن سلمان د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه چې پلار باچا سلمان یې په عربستان کښې واک ته ورسید سوکه سوکه په دغه هیواد کښې په دوهم (۲) نفوذ لرونکي شخصیت بدل شو .

په دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال کښې  په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ رسیدل د سعودي عربستان د واک په جوړښت کښې د محمد بن سلمان د موقعیت او د نفوذ د زیاتیدا سبب شول ځکه چې پخواني ولسمشر ټرمپ د میلیارډونو ډالرو تړونونو په مقابل کښې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان څخه هراړخیزه ملاتړ په خپلې اجنډا کښې وروستلی و .

یوازې د سعودي عربستان په داخلي کښې سیاست کښې د محمد بن سلمان یواړخیزپالنه نه وه بلکې هغه په بهرني سیاست په تیره بیا د لویدیځې اسیا د سیمې په وړاندې هم یواړخیزه او له بدمعاشۍ ډک کړچار غوره کړ چې قطر ته حکم ورکول او له دغه هیواد سره د اړیکو غوڅول  او د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو ختمول او د یمن پرضد جنګ د دغه سیاست په ښکاره موردونو کښې شامل دي .

د سیمې د هیوادونو په  وړاندې  په تیره بیا د ایران د اسلامي جمهوریت په هکله د محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک کړچار د امریکا د حکومت او د اسرائیلو رژیم له هرکلی سره یوځاې شو .

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان دوښمنۍ تر دې حده وه چې هغه د دوه زره اولسم (۲۰۱۷) میلادي کال په جون میاشت کښې په ډاګه ویلي وو په لویدیځې اسیا سیمې کښې جنګ به د ایران داخل ته وغځوي .

په حقیقت کښې دغه غیر ډیپلوماټیکې او په ډاګه څرګندونې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د محمد بن سلمان د دوښمنۍ اوج  و  او دغه دوښمنۍ د لویدیځې اسیا سیمې په سیاسي او امنیتي نظم هم زیات منفي اغیزونه لرلي دي .

همدا اوس د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یوشمیر نرمو او ډيپلوماټیکو څرګندونو کښې وویل ریاض له ایران سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .

محمد بن سلمان وویل مونږ نه غواړو چې ایران په سختو شرایطو کښې وي او په دې اپوټه غواړو ایران په هوساینې کښې وي او وده وکړي .

هغه وویل مونږ په ایران کښې ګټې لرو او ایران په سعودي عربستان کښې خپلې ګټې لري چې سیمې او دنیا د ودې او د غوړیدا په لور بوځوو .»

رویټرز خبري اژانس د محمد بن سلمان د وینا په شننه کښې ولیکل محمد بن سلمان د ایران په هکله له پخلاینې ډک ښکاره دریځ غوره کړی دی او هڅه کوي زاړه دوښمنۍ د تهران له سیمه ییزو کړچارونو سره د مقابلې د څرنګوالي په باره کښې له امریکا سره د اختلافاتو او  انډوله اقتصادي ملاحظاتو ته په پام سره کمه کړي »

داسې ښکاري له ایران سره د دوښمنۍ په دوام کښې د سعودي عربستان یوازې (تنها) او څنګ ته کیدل ، د یمن په جبۍ کښې ښکیلیدل او دغه راز کورنۍ اندیښنې د ولیعهد محمد بن سلمان په دریځونو کښې د دغه بدلون د راتلو عامل دي .

د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان اوس نه یوازې د امریکا ولسمشر ټرمپ په خپل څنګ کښې نه ویني بلکې په اسرائیلو کښې د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لړزانده موقعیت کتونکی هم دی .

په حقیقت کښې له ایران سره د دوښمنۍ دوام د محمد بن سلمان او د عربستان ګټې نه تامینوي بلکې هغه د اسرائیلو له ګټو سره سمون خوري .

په عین حال کښې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په یمن کښې د انساني غمیزې او د دغه شپږ (۶) کلن جنګ د بې نتیجې توب په هکله تر دباو لاندی دی او له ایران سره د اړیکو ښه کول په یمن کښې په خپله له جوړې کړي جبۍ څخه د وتلو لپاره زمینه ګڼي .

له بلې خوا د عربستان د باچا محمد بن سلمان له بدمعاشۍ ډک خارجي سیاست له پرله پسې ماتیو سره یوځای و او د هیواد په داخل کښې یې هم د هغه موقعیت ته ګوزار ورکړ .

د لویدیځې اسیا د مسائیلو کارپيژاند صباح زنګنه د ایران په وړاندې د عربستان د کړچار د بدلیدا د علت په هکله وايي په یمن کښې د سعودي عربستان ښکیلیدل د ریاض لپاره روښانه لرلید نه رامینځته کوي او له بلې خوا سعودي عربستان د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په شان بې قید او شرطه ملاتړی نه لري چې په یمن کښې د هر جنایتکاره اقدام ملاتړ وکړي او دغه راز د سیمې هیوادونه نور د یمن په جنګ کښې د سعودي عربستان اقدامات نه زغمي .

دغه مشکلات د سعودي عربستان په اوسنیو مشرانو دباو راولي او هغوې د خپلې لارې د سمولو په لور کاږي .

د اکسفورډ په  پمبروک کالج کښې د عربي او د اسلامي مطالعاتو ستره محققه  «الیزبات کنډال»  هم باوري ده سعودي عربستان دغه کار ته سخت ضرورت لري چې د یمن له جنګ څه د وتلو لپاره چې هم بدنام دی او هم د ګټلو وړ نه دی یوه(۱) لاره پیدا کړي .»

مهمه موضوع دا ده په داسې حال کښې چې د سعودي عربستان غیر ډیپلوماټیک او له بدمعاشۍ ډک کړچار په سیمه کښې له پراخو مخالفتونو سره مخامخ و خو اوس د محمد بن سلمان ډیپلوماټیکې او نرمې خبرې له هرکلي سره مخ شوي دي .

په همدې لړ کښې د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په ټویټر پیغام کښې له ایران سره د سعودي عربستان د اړیکو د ټینګولو لپاره د محمد بن سلمان د غوښتنې هرکلی وکړ او ویې ویل مونږ د خارجي سیاست په ډګر د بن سلمان د دغه غوښتنې چې پکښې د ایران په شمول له ګاونډیو هیوادونو سره په خبرو اترو او ښه ګاونډیتوب ټینګار شوی دی ملاتړ کوو .

 

ټیګونه