May 04, 2021 17:45 Asia/Kabul
  • عربستان له سوریې سره د اړیکو د رغولو په لور

د سعودي عرب یو پلاوی د دې هیواد د استخاباراتو د مشر خالد الحمیدان په مشری دمشق ته د سفر په ترڅ کې د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره خبري اتري کړي دي.

 دواړو لورو موافقه کړې چي د اړیکو د بیا رغولو لپاره په لومړی ګام کې په دمشق کې د سعودي عرب سفارت پرانیستل شي،

د سعودی پلاوی همدارنګه ویلي چي عربي اتحادیې ته د سوریې له بیرته راتلو او په الجزایر کې د دې اتحادیې په راتلونکې غونډه کې د سوریې له ګډون څخه هرکلی کوي.

سوریې سره د عربستان د اړیکو د بیا رغولو د اروزنې لپاره په تېره یوه لسیزه کې باید د سوریې په وړاندې د عربستان سیاست ته یوه کتنه وکړو.

په تېره یوه لسیزه کې عربستان په سوریه کې د ترهګرو او مخالفو وسله والو ډلو تر ټولو ستر ملاتړ تېر شوی دی، او د سوریې د نظام د ړنګولو لپاره یې په میلیاردونو ډالر لګولی دی.

د ریاض وړاندیونه دا وه چي د عربي نړۍ بدلونونه او د ۴ ډیکټېتورانو ړنګېدا به په سیمه کې د مقاومت د محور د جیوپلټیکل پیاوړتیا سبب وګرځي، د دې لپاره چي د مقاومت د محور په ګټه د قدرت د انډولونو د بدلون مخه ونیول شي باید د سوریې نظام چي د مقاومت د محور په زړه کې دی، ړنګ شي، د عربستان تر څنګ امریکا، امارات، ترکیې، صهیونیستي رژیم او ځینې اروپایي هیوادونو هم د سوریې د حکومت په وړاندې له ترهګرو څخه ملاتړ کاوه.

د دې سره سره عربستان او د سوریې نورو دښمنانو د نړیوال او سیمه ایز سیاست په ډګر کې هم د سوریې د حکومت په خلاف فعالیت کاوه، په عربې اتحادیه کې د سوریې د غړیتوب ختمول، د سوریې د کړکېج د سیاسي حل په مخ کې خنډ جوړونې، او د سوریې په ملاتړو هیوادونو منجمله ایران، روسیې او حزب الله باندې دباو د یادو فعالیتونو په شمېر کې راځي.

د یوې لسیزي په تېرېدو سره سعودي عرب د سوریې په وړاندې په خپلو سیاستونو کې معلومداره بدلون راوستی دی، نه یوازې نور د سوریې د نظام د ړنګولو خبره نه کوي، بلکي هڅه کوي چي له سوریې سره خپلي اړیکي له سره پیل کړي، سوریې ته د عربستان د استخاباراتو د مشر تر سفر مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان په تېرو میاشتو کې امریکایي خبري چېنل سي ان ان سره په مرکه کې وویل: هیله لرو چي د بشار اسد حکومت د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي، دا د سوریې د پرمختګ یوازنۍ چاره ده، موږ په سوریه کې ثبات ته ضرورت لرو چي پلي کېدا یې د سوریې د حکومت د حل لاري پوري تړاو لري.

اوس دغه مهمه پوښتنه رامینځ ته کیږي چي ولي سعودي د سوریې په هکله په خپلو سیاستونو کې بدلون راوستی دی؟

لومړی دلیل د سوریې د نظام د ړنګولو د دسیسو شنډېدا ده، د عربستان او د سوریې د دښمنانو وړاندوینه دا وه چي له ترهګرو ډلو څخه په ملاتړ او په سوریې باندې په دباو سره کولایشي د سوریې په سیاسي نظام کې بدلون راولي، لیکن د ۱۱ کلونو په تېرېدو سره د سوریې مرکزي حکومت د سوریې د خاوري په ۹۰ سلنه باندې واکمن دی او سیاسي ځایګی یې هم په هیواد کې دننه او هم په نړیوال ډګر کې تثبیت شوی دی.

دوهم دلیل دا دی چي د سوریې د حکومت د ړنګولو د هڅو له ماتي سره د سوریې په مخالف لوری کې اختلاف راپیدا شوی دی، امارات چي د سعودي له مهمو ملګرو څخه شمېرل کیږي له زیاتي مودې راپه دېخوا د سوریې په هکله په خپلو سیاستونو کې بدلون راوستی او دمشق سره یې خپلي اړیکي له سره پیل کړي دي. نور عرب هیوادونه هم په عربي اتحادیه کې د سوریې د حضور غوښتونکي دي، دې په ترڅ کې داسي ښکاري چي د لوېدیځي اسیا بدلونونه نور د امریکې لپاره لومړیتوب نه لري.

دریم دلیل دا دی چي ریاض دې نتیجې ته رسېدلی دی چي سیمه ایز سلطه غوښتنه یې ناکامه شوې ده. سوریه او یمن هغه مهم ډګرونه دي چي سعودي په کښې نه یوازې خپل اهداف تر لاسه نه کړل بلکي له ماتي سره مخ شول، دغه ماتي د نورو مسایلو تر څنګ لکه د ایران او قطر سره ټنشن چي په سیمه کې د سعودي د ځایګی د کمزوري کېدو سبب ګرځېدلی دی، د ریاض په سیاستونو کې د بدلون لاملونه دي.

سعودي لیکوال او څېړونکی سلیمان العقیلی وایي: عربستان په دې وروستیو کې اعلان وکړ چي له مختلفو ډلو څخه کوربه توب چي د ریاض ټریبیون په نامه یادیږي په سوریې کې د سیاسي هلو ځلو څخه د ملاتړ په موخه نه تر سره کیږي، له یادو ډلو څخه د عربستان نه ملاتړ کېدایشي په سوریه کې د کړکېچ له سیاسي حل سره مرسته وکړي.

 

 

 

ټیګونه