-
د هرمز تنګي په فضا کې دریمه امریکايي بېپیلوټه الوتکه هم نسکوره شوه
Sep 16, 2026 05:43پارس ټوډې ـ د امریکا د پوځ یوه بېپیلوټه الوتکه د سپاه پاسداران له لورې د هرمز تنګي په فضا کې وپيژندل او نسکوره شوه.
-
په بابالمندب کې سمندري تګ راتګ د عربستان د ادعاپه اپوټه، خوندي دی
Sep 16, 2026 05:37پارس ټوډې ـ د یمن په صنعا کې د «بدلون او رغونې» حکومت د بهرنیو چارو وزارتپرون په یوې اعلامیې کې ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان د ادعا خلاف، په بابالمندب کې سمندري تګ راتګ خوندي دی او هېڅ ستونزه نه لري.
-
د غزې په شمال کې د حماس د یوه قوماندان شهادت
Sep 15, 2026 11:41پارس ټوډی – خبري سرچینو د غزې ښار په شمال کې د صهیونیستانو په برید کې د عزالدین القسام کنډکونو د یوه قوماندان «احمد البطش» د ترور خبر ورکړی دی.
-
صهیونیستانو د لبنان په جنوب کې یو ښوونځی ویجاړ کړ
Sep 15, 2026 11:37پارس ټوډی – خبري سرچینو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب کې د کفر تبنیت په ښارګوټي کې د یوه دولتي ښوونځي ودانۍ د اشغالګر رژیم په برید کې ویجاړه شوې ده.
-
انصارالله: په بابالمندب کې مو ستراتیژیکه سیمه نیولې
Sep 14, 2026 15:58د یمن او سعودي عربستان د اړوندو ملیشو ترمنځ د نښتو په دوام کې، یمني رسنیو ویلي، چې د انصارالله مبارزینو د سعودي عربستان اړوندو ملیشو ته له درنې ماتې ورکولو وروسته، د بابالمندب په سیمه کې د کهبوب ستراتیژیکه سیمه نیولې ده.
-
سعودي عربستان د یمن له امله له بېسارې سخت وضعیت سره مخ دی.
Sep 14, 2026 12:36پارس ټوډی - صهیونیستي «یسرائیل هیوم» ورځپاڼې لیکلي چې سعودي عربستان د هرمز تنګي په ختیځ، بابالمندب تنګي په سوېل او سره سمندر ته د غځېدلې ځمکنۍ لارې پر وړاندې د هممهاله ګواښونو له امله له بېسارې ستونزې سره مخ شوی؛ هغه لارې چې ټولې د دغه هېواد د نفتو د صادراتو لپاره حیاتي دي.
-
عرب کارپوه: د نړۍ اقتصاد د مقاومت د محور په لاس کې دی
Sep 14, 2026 07:28پارسټوډی- یو عرب کارپوه او شنونکي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د هرمز تنګي او د یمن د پوځ له خوا د «بابالمندب» تنګي په کنټرول سره د نړۍ اقتصاد د مقاومت د محور په لاس کې راغلی دی.
-
عراق بهرنیو ځواکونو ته هیڅ دول اړتیا نلري
Sep 13, 2026 12:47زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د پارلمان د امنیت او د دفاع کمیسیون غړي «جواد الساعدي» د سپتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه له عراق څخه د امریکا د پوځیانو په وتلو ټینګار وکړ او ویې ویل عراق نور خارجي ځواکونو ته ضرورت نلري.
-
انصارالله: په یمن کې د عملیاتو اصلي موخه د سعودي دښمن اړوند عناصرو وېستل دي
Sep 13, 2026 12:34د انصارالله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي ضیفالله الشامي، تېره شپه په خپلو څرګندونو کې ویلي، په دې هېواد کې د دوی د عملیاتو اصلي موخه د سعودي د دښمن اړوندو عناصرو ایستل دي؛ په ځانګړي ډول له هغو تېریو او جنایتونو وروسته چې دوی د یمن د خلکو پر وړاندې ترسره کړي دي.
-
تفسیر | د یمنیانو مقاومت څنګه د سعودي ستراتیژي ماته کړه؟
Sep 13, 2026 11:51پارس ټوډی– په یمن کې د وروستیو تحولاتو په لړ کې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یمن د مسئلو حل د محاصرې د دوام او د پوځي ائتلافونو د جوړولو له لارې ممکن نه دی.