د ایران پارلمان د قدس د مقاومت د چورلیز ملاتړ وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i100380-د_ایران_پارلمان_د_قدس_د_مقاومت_د_چورلیز_ملاتړ_وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قدس شریف د مقاومت دچورلیز ملاتړ وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 16, 2021 14:11 Asia/Kabul
  • د ایران پارلمان د قدس د مقاومت د چورلیز ملاتړ وکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا استازیو په یوې (۱) خبر پاڼه کښې د قدس شریف د مقاومت دچورلیز ملاتړ وکړ .

د ایران د اسلامي شورا د استازیو په نن ورځې بیانیې کښې ویل شوي دي د امریکا په ملاتړ سره د اسرائیلو رژیم د  ماشومونو د وژلو او د جنایت او په بیلابیلو  اسلامي هیوادونو باندې د حملو لپاره د دغه  رژيم د همیشنۍ سلطې غوښتنې او د فرصت غوښتنې څه د پاسه اویا(۷۰) کلونه تیریږي .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د اسرائیلو رژیم له زوال  سره مخامخ شو او د ایران اسلامي انقلاب بیلابیل ملتونه راویښ کړل او هغوې په هغه لاره ورسیخ کړل چې د دغه سرطاني غدې جرړه باید وویستل شي .

د ایران د پارلمان استازیو ډاګینه کړه دغه تفکر له حضرت امام خمیني رحمت الله علیه څخه سرچینه اخیستي ده او نن سبا د هغه د صالح ځای ناستي(ایت الله خامنه اي ) لخوا تعقیبیږي .

د ایران د اسلامي شورا د استازیو په بیانیې کښې ویل شوي دي د دغه انقلابي تفکر نتیجه نن د مقاومت هغه ډله ده چې نه یوازې په ټوله اسلامي نړۍ بلکې په غیر مسلمانانو کښې  یې هم بڼه خپله کړي ده او هره ورځ د غوړیدا په حال کښې ده .

په دغه بیانیې کښې ویل شوي دي د مقاومت جنګیالیو ته د ایران د اسلامي شورا د استازیو پیغام دا دی چې مونږ د ملت د منتخبانو په توګه د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په پیروۍ سره چې فرمایلي یې دي هرڅوک چې د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې ودریږي د هغه ملاتړ کوو د تاسو ملاتړي یوو .