د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوو .نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
داهم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلي دي ،دایران د اسلامی جمهوریت نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهیم ریئسي پخپل لومړني خبری کنفرانس کې وئیلي دي ، هغه کسان چې په شوو ژمنو او نړیوالو موافقو ئې عمل نه دی کړی ،نو له دوي سره د نوي موافقو کول یو عبث کار دی .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت دتولید برخې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي دکروناضد برکت واکسن تولید به په روانې چنګاښ میاشت کې څلور میلیون ډوزو او د اوړي تر وروستیو پورې به شل میلیون ډوزو ته ورسیږي .
ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکي ، په فرانسې کې په ځاي انتخاباتو کې د خلکو ګډون دوه دیرش فی صده ؤ او د اوسني ولسمشر آمانوئل ماکرون ګوند تاریخي ماته خوړلې ده .
ډيلي ایکسپریس انګریزي ژبې ورځپاڼې په یوه تحلیل کې خبرداری ورک ړی ،چې د بوکوحرام د سرغنې په هلاکت سره،به دداعش افریقائي سیمې څانګه په نیجریه کې قدرت ته ورسیږي .
په سورئې کې امریکائي ترهه ګر پوځ د دوي ترملاتړ لاندې کُرد وسلوالې ډلې په کنټرول کې له بندونو د داعشي تکفیریانو زیات شمیرجنایتکار د روزنې لپاره په الشدادي سیمې کې خپل مرکز ته منتقل کړل
په افغانستان کې طالبانو ډلې په یو شمیر ولایتونو کې په یووخت شپږ ولسوالۍ نیولي او وئيل کیږي،چې په سلګونو افغان عسکر ئې هم بندیان کړي دي .
خبري سرچینو وئيلی، د جوزف بایډن او ولادیمیر پوتین تاریخي کتنې هیڅ ګټه نه ده کړې او وئیل کیږي چې ممکنه ډير زربه امریکا یو ځل بیا پر روسیې بندیزونه ولګوي .
د ایران د اسلامی جمهوریت نوي ولسمشر ابراهیم ریسي وئیلي دي ،اوسني شرائط دایران او د سیمې د ولسونو په ګټه پر مخ روان دي او دایران د اسلامی جمهوریت بهرنی سیاست یوازې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته محدود نه دی .
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوّن وئيلي دي،د ایټمي خبرواترو باندې دایران د انتخاباتو د اغیزو په باب څه خبرې کول زر دي. له دې سره په یووخت د ایران د خارجه وزارت ونیدوي سعید خطیب زاده په یولړ لنډو خبرو کې وئیلي دي ،ممکنه ده چې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب دخبرواترو ورپسې پړاؤ وروستی پړاؤ شي . همداراز دایران مرستیال خارجه وزیر او دایران د ایټمي مورکچي ټیم مشر عباس عراقچي په ډاګه وئیلي دي ،دحکومت له منتقلیدا وروسته هم د ایران دریځ هیڅکله نه بدلیږي .داپه داسې حال کې دي چې د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس عمومی رافایل ګروسي وئيلي دي ، د ایران نوي ولسمشر سره هر ډول ملګرتیا ته تیار یوو .
په عین حال کې د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشرحسن روحاني د کابینې په غونډې کې وئيلي دي ،د ایران په ضد به بندیزونه ډير زر لیرې شي او ایران ته به د پانګونو لړۍ راخوره شي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،ناروې پر چین تور لګولی چې د دغه هیواد دلوړپوړو چارواکو په ضد ئې هیکري حملې کړي دي .
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانوډلې په یوهیړ حملې او بمي چاودنې په زیاتیدا دي او داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا وسلوالو مخالفانو ته خبرداری ورکړی ، چې له تاؤتریخوالو او ولسی ضد اقداماتو دې لاس واخلي او که داسې نه وي ،نو دحکومتي او ولسی ځواک په لاس به درنده څپیړه وخوري .
دپاکستان لومړي وزیر عمران خان له یوۀ امریکائي خبری ټيلیویژنی چینل چینل سره په خبرو کې په ډاګه وئيلي دي ،د افغانستان دامنیت اوثبات په رامنیځةکولو کې د امن په لاره کې ورسره مشارکت کولی شو ،خو باید ووایم چې د پاکستان په خاورې کې به هیڅکله هم امریکائي پوځ ته کومې پوځي اډې ورنه کړو ،او خپله خاوره به دبل چا په ضد هیڅکله هم استفادې ته وړاندې نه کړو .
دسورئې به الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک دتکفیری ترهه ګرو په ضد په پاکونکو عملیاتو کې یو شمیر سیمې له جنایتکارو تکفیریانو پاکې کړي او د دوي زیات شمیر ستر پوځي تجهیزات او ګاډي ئې تباه کړي دي .
دا هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولس په پراخ ګډون او د ایران له ملته له ناامید کیدا وروسته ا روپائي ټولنه چُپه خوله پاتې شوي او داسلامی نظام او ملت ددښمنانو په ټولنې کې نوره اندیښنې او ویره خوره شوې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، دلبنان د المرایا خپرونې مسئول چلونکي فادي بودیه په یولړ څرګندونو کې په ډا ګه وئیلي دي ، دا یران اسلامی جمهوریت خپل قدرت دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړی او دښمنان ئې یو ځل بیا حک بک پاتې کړي دي .
ورځپاڼې زیاته کړې ده ، د عربستان ولی عهد او دعربستان اصلي پاچا محمد بن سلمان دیمن په جنګ کې بندون ته په رسیدا پسې دهرچا لمن ته لاس اچوي څو دیمن پوځ اوانصار ا... ولسی غورځنګ چارواکي قانع کړي چې د عربستان پر ښارونو اوپوځي تاسیساتو حملې ودروي او هرڅه امتیازونه چې غواړي ، نو ورکولو ته ئې تیار یوو . خو د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه لوړپوړي مشر محمد علی الحوثي وئيلي دي ،دیمن دپوځ او ولسی مبارز ځواک کلک ټکونه د خپل ملت او هیواد په دفاع کې دي ، او د جنګ او حملو بندول دهغه چا کار دی ، چې دغه تیري او جنایتونه ئې پیل کړي دي .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي وئیلي دي ، د افغانستان بحران یوازې د افغانانو په مشرۍ او دافغانانو ترمینځ په سوله ایزو خبرواترو سره دحل وړ دی او تر څو چې په دغې شخړې بهرني لاسونه وي ، نو د افغانستان بحران د حل کیدا په ځاي نوره هم ترینګلی کیږي ، باید افغانان دخپلې خاورې دامنیت فیصله پخپلو کې سره وکړي .
د عربستان په ختیځي ولایتون کې یو ځل بیا د آل سعود رژيم په ضد اعتراضونه رابرسیره شوي دي او وئيل کیږي ، چې د آل سعود رژيم مامورانو یو شمیر بې ګناه کسان نیولي او په سخته ئې شکنجه کړي دي .
دافغانستان د تخار ، بلخ،هلمند ارزګان ،کندوز ، او ځينو نورو ولایتونو کې دطالبانو او افغان پوځ ترمینځ نښتې اوج ته رسیدلي او وئیل کیږي چې په همداوروستیو کې د دواړو لورو ترمینځ یو شمیر ولسوالۍ لاس په لاس شوي او دغه راز داسې کومه ورځ نشته چې د لسګونو کسانو وینه بهیدلي نه وي او دا یوازې افغان بې دفاع خلک دي چې په دغه ناروا جنګ کې قرباني کیږي .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورخپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ هېواد ورځپاڼې خپله سرلیکنه کې لیکلي، د افغانستان ولسمشر اشرف غني يو ځل بيا په هېواد کې د سولې راوستو او په ځانګړي توګه د اوسني وضعيت او امريکا ته د سفر په اړه له سياسي او جهادي مشرانو سره مشورتي غونډه کړې.
په سرلیکنه کې وړاندې راغلي، دا غونډه په داسې حال کې شوې چې له يوې خوا په قطر کې له طالبانو ډلې سره د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا جګړې زور اخيستی او دغه شان د بهرني ځواک تر وتلو وروسته له امريکا، ناټو او نړيوالې ټولنې سره د ګډون او همکاريو د نوي څپرکي پرانيستلو لپاره هڅې روانې دي.
د ورځپاڼې له قوله، د ارګ په دې غونډه کې ټينګار شوی چې د سولې پروسه د افغان دولت لومړيتوب دی او د دې بهير ټول راتلونکي ګامونه به په تفاهم او اجماع اخيستل کېږي.
= خو د مسیر په نوم يوې بلې ورځپاڼې بیا لیکلي، اشرف غني به امریکا ته د سفر پر مهال څو مشخصې غوښتنې ولري.
د ورځپاڼې په اند، له اوسني حکومت سره د مرستو دوام د اشرف غني لومړۍ غوښتنه ده،خو زیاتوي، امریکا په تکرار ويلي ،له داسې یو حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي چې د جوړ جاړي په پایله کې رامینځته شي او د طالبانو په ګډون نور اړخونه هم پکې وي.
ورځپاڼه زیاتوي، د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې د افغان ځواک مالي او تجهیزاتي تمویل دوام وکړي چې په خبره یې که څه هم امریکا په یو څه بدلون دا کار کوي، خو دا غوښتنه چې په سختو حالتونو کې یې امریکايي ځواک هوايي ملاتړ وکړي، نه منل کېدونکې ښکاري.
ورځپاڼې اټکل کړی چې د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې طالبانو ته سیاسي مشروعیت ور نه کړل شي او د اوسني حکومت انډول یا ترې پورته و نه ګڼل شي، خو د لیکوال په خبره، داسې نه ښکاري چې امریکا دې د اشرف غني دې غوښتنې ته 'هو' ووايي، ځکه چې دوی خپله له طالبانو ډلې سره خبرې کړي دي، هوکړه یې ورسره لاسلیک کړې، لیدنې ورسره لري او سیاسي مشروعیت ئې ورکړی دی، نو ځکه به اوس بېرته شاتګ و نه کړي.
خو ورځپاڼه دې ټولو مسایلو ته په کتو ټینګار کوي چې امریکا ته ورتلونکي مشران باید درک کړي چې امریکا نور افغانستان ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري او تمرکز باید یوازې سیاسي جوړ جاړي ته پر کمپاین او ملاتړ را خپلولی شي.
= هشت صبح ورځپاڼې بیا د جګړو شدت او د ولسوالیو سقوط په تړاو لیکنه خپره کړې ده.ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې دا مهال جګړه له کلیو د ولسوالو مرکزونو ته رسېدلې او په پایله کې به د ښار مرکزونو ته هم ورسېږي.لیکوال ټینګار کړی، په داسې حال کې چې جګړه نوره له زغمه وتلې اړتیا ده چې دولت د خلکو په مرسته د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.
د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په ډېرو سیمو کې لیدل شوي چې طالبانو عام وګړي برمته کړي چې دا د خلکو د نارضایتۍ لامل شوی او په وینا یې دولت باید له دې فرصته ګټه واخلي او خلک ملي بسیج ته وبولي.