لویدیځ دې له افغانستانه د سیاسی آوزارپه توګه استفاده نه کوي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i102128-لویدیځ_دې_له_افغانستانه_د_سیاسی_آوزارپه_توګه_استفاده_نه_کوي
د روسیې دفاع وزیر  سرګئ شویکو هم  پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو ، د افغانستان  دحالاتو حل  دنړیوالې ملګرتیا په باب  سملاسی فیصلې ته اړتیا لري، او په دغې شخړې کې د ایران او پاکستان پشمول د افغانستان  دردستو ګاونډیانو مشارکت  او رول لوبولو پرته دغه بحران حل شونی نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 24, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • لویدیځ دې له افغانستانه د سیاسی آوزارپه توګه استفاده نه کوي 

د روسیې دفاع وزیر  سرګئ شویکو هم  پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي وو ، د افغانستان  دحالاتو حل  دنړیوالې ملګرتیا په باب  سملاسی فیصلې ته اړتیا لري، او په دغې شخړې کې د ایران او پاکستان پشمول د افغانستان  دردستو ګاونډیانو مشارکت  او رول لوبولو پرته دغه بحران حل شونی نه دی.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،  د روسیې دملی امنیت د شورا منشي نیکلای پاتروشف  نن په ماسکو کې د امنیتی چارو په نهم  نړیوال کنفرانس کې  وئيلي دي ، په افغانستان کې د لویدیځي هیوادونو د شتون په پړاؤ کې  په دغه هیواد کې د نشه ایزوتوکو تولید لسګونو چنده زیات شوی  او لږترلږه څلویښت برابره  شوی دی .

 د روسیې د ملی امنیت د شورا دمنشي په وینا ،  دنشه ایزو توکو تولید اوقاچاق  په افغانستان کې د ترهه ګرو لپاره ډیرې سترې مالی سرچینې رامینځةکړي دي .

 هغه وئیلي دي ، په عین حال کې باؤري یوو چې  په دغې سیمې کې له سیمې د  ورآخوا لوبغاړو  دپوځي شتون دزیاتولو اوپياوړي کولو پشمشول  دجیو پولیټيک  موضوعګانو دحل لپاره  د افغانستان له بحرانه دلویدیځي هیوادونو استفاده د منلو وړ نه ده .