د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست وحشتناکه ماته خوړلې 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i103484-د_ایران_په_ضد_دزیاتره_دباؤ_سیاست_وحشتناکه_ماته_خوړلې
د امریکا  او اروپا  پخواني او اوسني چارواکي هخم باؤري دي ، چې د امریکا حکومت  د ایران په وړاندې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له بیرته ستنیدا پرته بله هیڅ ټاکنه نه لري .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 26, 2021 07:59 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دزیاتره دباؤ سیاست وحشتناکه ماته خوړلې 

د امریکا  او اروپا  پخواني او اوسني چارواکي هخم باؤري دي ، چې د امریکا حکومت  د ایران په وړاندې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له بیرته ستنیدا پرته بله هیڅ ټاکنه نه لري .  

فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي رابرت مالې  د ایران په ضد د امریکا دغیر انساني  اوظالمانه بندیزونو او دباؤنو ماتې باندې په اعتراف سره ، خپلو ژمنو ته د ایران د بیرته ستنیدا په بڼه کې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته دبیرته ستنیدا لپاره دواشنګټن د چمتووالي په باب  دجوزف بایډن دحکومت تکراری ادعا یو ځل بیا تکرار کړې ده .

رابرټ مالې  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د واشنګټن غیر قانوني وتنې ته له اشارې پرته  وئیلي دي ،  مونږ په ډير شفاف ډول سره وئیلي دي ، چې نړیوالې ایټمي موافقې بیرته ستنیدا او د بندیزونو ختمولو ته تیار یوو ، که ایران  خپلو ایټمي ژمنتیاؤ ترسره کولو ته ژمن شي . 

د امریکا  دغه لوړپوړي چارواکي زیاته کړې ده ،  دزیاتره دباؤ هغه کړچار چې  د ډونالډټرمپ حکومت دایران په ضد اعمال کړی ؤ ، په بوږنونکي ډول  ماته خوړلې او دغې پيښې  د متحده ایالاتو  ګټو ته ډير زیات تاوان رسولی دی .  رابرټ مالې روښانه کړې ده ، امریکا د هغو بندیزونو ختمولو ته تیاره ده چې  جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د مونږ دبیرته ستنیدا لپاره لازم دي ،خو  هغه ټول بندیزونه به چې ټرمپ لګولي ، ختم نه کړو .

په عین حال کې  د امریکا  او اروپا  پخواني او اوسني چارواکي هخم باؤري دي ، چې د امریکا حکومت  د ایران په وړاندې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  له بیرته ستنیدا پرته بله هیڅ ټاکنه نه لري .