امریکا د ویانا خبرواترو ته د بیرته ستنیدا لپاره تیاره ده
د ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلي دي امریکا نړیواله ایټمي موافقه په یو اړخیز ډول پريښودلې او په غیر قانوني ډول ترې وتلې ده ، نو باید په همدې اساس دې بیرته له خپلو ټولو ژمنتیاؤ سره سره وګرځي
د سپينې ماڼۍ ویندوئې جن ساکي بیګا په خبري کنفرانس کې وئيلي دي ، واشنګټن د جامعې نړیوالې ایټمي خبرو اترو د دوام په خاطر ویانا ته د بیرته ستنیدا لپاره بشپړ تیار دی . هغې وئیلي دي ، مونږ په بشپړ ډول ددغو نړیوالو ایټمي خبرواترو لپاره ویانا ته د بیرته تلو ته تیار یوو ، او هیله مند یوو، ددغه کار لپاره لا فرصت وي .
هغې په دوام کې د ایران دسوله ایز ایټمي پروګرام په ضد د امریکائی چارواکو د پيوستون ادعاګانې تکرار کړې او مدعي شوې اټکل نه کوو چې په دې باب دتهران د چلند په باب دمونږ درستې اندیښنې لیرې شي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلي دي امریکا نړیواله ایټمي موافقه په یو اړخیز ډول پريښودلې او په غیر قانوني ډول ترې وتلې ده ، نو باید په همدې اساس دې بیرته له خپلو ټولو ژمنتیاؤ سره سره وګرځي څو دغه نړیواله ایټمي موافقه دوام وکړي او ایران به هم دامریکا له بیرته ستنیدا او د بندیزونو له ختمیدا او دغه راز د ایران له خوائې له تاییدیدا وروسته ددغې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس خپلې ژمنې بیرته اجرا کړي .