د نړۍ نور هیوادونه دې هم افغان پناه غواړي ومني
امریکا په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په یووخت په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو په ویستلو پسې ده او وروستي راپورونه ښئ چې کابو درې زره امریکائي عسکر له کابله د خپل سفارت د کارمندانو د ویستلو سره د مرستې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي .
روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی، دامریکا ولسمشر جوزف بایډن د نړۍ په نورو هیوادونو کې د هغوافغان پناه غواړو ددیره کیدا لپاره د ځينو هیوادونو له مشرانو سره په پټو خبرواترو بوخت دی،چې یوه وخت ئې له امریکاسر هملګرتیاوې درلودلي دي .
له دې مخکې هم جوبایډن د کاسووا او آلبانیا په څير له هیوادونو سره د افغان کډوالو د دیره کیدا لپاره ددغو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې کړې وې .امریکا په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په یووخت په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو په ویستلو پسې ده او وروستي راپورونه ښئ چې کابو درې زره امریکائي عسکر له کابله د خپل سفارت د کارمندانو د ویستلو سره د مرستې لپاره کابل ته لیږدول شوي دي . داپه داسې حال کې دی چې امریکائی پوځيان په قطر کې د طالبانو ډلې اوامریکا ترمینځ له موافقې وروسته له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي او اوس یوځل بیا ټاکل شوې ده څو زره عسکر بیرته افغانستان ته د خپل سفارت د کارکونکو د ویستلو په پلمه ولیږدوي .