د نړۍ نور هیوادونه دې هم افغان پناه غواړي ومني
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104256-د_نړۍ_نور_هیوادونه_دې_هم_افغان_پناه_غواړي_ومني
امریکا  په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په یووخت  په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو په ویستلو پسې ده او وروستي راپورونه ښئ چې  کابو درې زره امریکائي عسکر  له کابله د  خپل سفارت د کارمندانو د ویستلو سره د مرستې لپاره  کابل ته لیږدول شوي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 14, 2021 08:21 Asia/Kabul
  • د نړۍ نور هیوادونه دې هم افغان پناه غواړي ومني

امریکا  په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په یووخت  په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو په ویستلو پسې ده او وروستي راپورونه ښئ چې  کابو درې زره امریکائي عسکر  له کابله د  خپل سفارت د کارمندانو د ویستلو سره د مرستې لپاره  کابل ته لیږدول شوي دي .

روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی، دامریکا ولسمشر جوزف بایډن د نړۍ په نورو هیوادونو کې د هغوافغان پناه غواړو ددیره کیدا لپاره د ځينو هیوادونو  له مشرانو سره په پټو خبرواترو بوخت دی،چې یوه وخت ئې له امریکاسر هملګرتیاوې درلودلي دي .  

له دې مخکې   هم جوبایډن د کاسووا او آلبانیا په څير له هیوادونو سره د افغان کډوالو د دیره کیدا لپاره ددغو هیوادونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې کړې وې .امریکا  په افغانستان کې د طالبانو له پرمختګ سره په یووخت  په کابل کې د خپل سفارت د کارکونکو په ویستلو پسې ده او وروستي راپورونه ښئ چې  کابو درې زره امریکائي عسکر  له کابله د  خپل سفارت د کارمندانو د ویستلو سره د مرستې لپاره  کابل ته لیږدول شوي دي . داپه داسې حال کې دی چې امریکائی پوځيان په قطر کې د طالبانو ډلې اوامریکا ترمینځ له موافقې وروسته له افغانستانه خپلې پښې سپکې کړي  او اوس یوځل بیا  ټاکل شوې ده څو زره عسکر بیرته افغانستان ته  د  خپل سفارت د کارکونکو د ویستلو په پلمه   ولیږدوي .