په کابل کې دامریکا د سفارت بیرغ کوز کړای شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i104342
د امریکا د سفارت زیاتره کارکونکي  د کابل هوائي دګر ته ممنتقل  شوي دي او همدرااز  وئيل کیږي ، چې په کابل هوائي ډګر کې  حالات تر ډیره حده  ګډ وډ دي .
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Aug 16, 2021 07:42 Asia/Kabul
  • په کابل کې دامریکا د سفارت بیرغ کوز کړای شو

د امریکا د سفارت زیاتره کارکونکي  د کابل هوائي دګر ته ممنتقل  شوي دي او همدرااز  وئيل کیږي ، چې په کابل هوائي ډګر کې  حالات تر ډیره حده  ګډ وډ دي .

زمونږخبریال راپورر اکړ ، سی این این ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی ،  د افغانستان په کابل کې  د امریکا دسفارت بیرغ د سفارت د خالی کیدا  د ترټولو وروستي ګام په توګه ټيټ کړائ شوی دی .

 راپور ښئ  د امریکا د سفارت زیاتره کارکونکي  د کابل هوائي دګر ته ممنتقل  شوي دي او همدرااز  وئيل کیږي ، چې په کابل هوائي ډګر کې  حالات تر ډیره حده  ګډ وډ دي .

 داپه داسې حال کې دي چې  امریکائی حکومت   دخپل سفارت له خالی کولو مخکې دسفارت مسئولانو ته  امر کړی ؤ چې خپل ضروري سندونه اومدرکونه دې له مینځّه یوسي څو  د دوي دپټو کړنو اوفعالیتونو راز ایشوا نه شي .  دا هم وئيل شوي دي چې د امریکا  ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا طالبان ګواښلي دي ، چې  د شوي موافقې په اساس  دې عمل وکړي ،  او په افغانستان کې دې دبهرنیو  سفارتونو درست کارکونکو امنیت تضمین کړي ، په همدې خاطر  امریکا  اراده لري ، نو ر پنځه زره  عسکر د سفارتونو دامنیت  دتامینولو په پلمه کابل ته ولیږدوي .