طالبان دې په افغانستان کې سوله ایزسیاست ته مخه کړي
د روسیې او چین خارجه وزیرانو همداراز په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دقانوني ګټو د تامینولو په ضرورت دیوه بل په ملاتړ ټينګاراو د رامینځةشوو پيښو په باب خبرداری ورکړ .
نووستي خبری آژانس راپور ورکړ، دروسیې او چین خارجه وزیرانو سرګئ لاؤروف او وانګ ئی نن د افغانستان د وروستیو بدلونو نو په اړه په ټيلیفوني تماس کې سره بحث او مشورې کړي او ټينګار ئې کړی دی،ضروري ده څو د ماسکو او بیجینګ چارواکي دطالبانو رهبران قانع کړي څو په افغانستان کې د انسان دوستۍ او سوله غواړی سیاست اجرا کړي .
دوي همداراز د افغانستان د حالاتو په باب،د متعادل دینی سیاست د اجرا، دسوله غواړي بهرنی سیاست او د اجرا او دحکومت په جوړولوکې له درستو ډلو ټپلو سره د ملګرتیا لپاره د طالبانو د قانع کولو په خاطر د ماسکو او بیجینګ د هڅې پر ضرورت ټينګار وکړ.
د روسیې او چین خارجه وزیرانو همداراز په افغانستان کې د دواړو هیوادونو دقانوني ګټو د تامینولو په ضرورت دیوه بل په ملاتړ ټينګاراو د رامینځةشوو پيښو په باب خبرداری ورکړ .